د پاکستان پوځ وايي، د هند له لوري د ممکنه هدفي برید د مخنیوي لپاره د تیارسي په حالت کې دي. پاکستاني پوځ تور پورې کړی چې هند دغه عملیات له خپل کورني سیاست د هندي ولس د پام اړولو لپاره کوي، خو د هند پوځ د پاکستان دغه ادعا پروپاګند بللې. په ورته وخت کې بیا د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې تور پورې کړی چې په جمو او کشمیر سیمه کې هندي ځواکونو د دوی پر پوستو بریدونه کړي او د پاکستان دوه سرتېري يې وژلي دي. پاکستاني رسنیو ویلي چې د هند لخوا د پاکستان پر خاوره د هدفي برید شونتیا یو ځل بیا ډېره شوې ده، او له همدې کبله د پاکستان پوځ هم د تیارسي حالت کې دی. پاکستاني رسنۍ د پوځ د سرچینو له قوله لیکي، هند له خپل کورني سیاست څخه د ولس د پام اړولو لپاره د پاکستان غاړې ته د پوځي عملیاتو پلان لري.
































