په کراچۍ کې د افغانستان سرپرست جنرال کونسل، عبدالجبار تخاري، د دغه ښار په محمد علي جناح او داو دولتي روغتونونو کې پر عملي طبي زدهکړو بوختو افغان محصلینو سره کتلي دي. په دې کتنه کې محصلینو له پاکستانه د افغان محصلینو د ایستلو لپاره د ټاکل شوي وروستي ضربالاجل په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي. تخاري محصلینو ته ډاډ ورکړی چې جنرال کونسلګري به د دې ستونزې د قانوني حل لپاره له ټولو شته لارو چارو کار واخلي او له محصلینو سره به پوره همکاري وکړي.













