د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکیې له سفیر سادین آیلدز سره د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي. برادر په افغانستان کې د ترکي شرکتونو د پانګونې هرکلی کړی او له نورو ترکي پانګوالو یې هم د پانګونې غوښتنه کړې ده. په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر ویلي، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي، د افغانانو لپاره د ویزو اسانتیاوې زیاتې کړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.













