د صربیا ولسمشر اليکسندر ووچيچ د سپتمبر په نهمه نېټه د ولسمشرۍ فرمان له لاسليکولو سره پارلمان منحل کړی او اعلان يې کړی چې د اکتوبر په ۲۵مه نېټه به ټاکنې تر سره کړي.
نوموړي په همدې ورځ په یوه تلويزيوني وينا کې د پارلمان د منحل کولو په تړاو د ولسمشرۍ فرمان د لاسليک او د ټاکنو د نېټې اعلان وکړ. هغه زياته کړې، چې د ده د دغې پرېکړې موخه د هېواد په دننه کې د سیاسي ترينګلتيا کمښت دی. د نوموړي په خبره هغه د ولسمشر په توګه تل د دې هېواد دولتي او ولسي ګټو ته ارزښت ورکوي او باور يې وښود چې خپل خلک يوه سمه لار انتخاب کړي.













