د ۲۰۲۶م کال په لومړيو ۸ مياشتو کې د چين د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۴۷۸۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي. له دې ښکاري چې د چين بهرنۍ سوداګري په چټکۍ سره پرمختګ کوي.
که څه هم چې بهرنی چاپيريال پيچلي او بې ثباته دی، خو د چين بهرنۍ سوداګري لا هم له ننګونو سره د مقابلې پياوړی توان او حياتي ځواک څرګندوي.














