د مصر، قطر، اردن، عربي متحده اماراتو، اندونيزيا، پاکستان، ترکيې او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو د سپتمبر په ۹مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د بريتانيا حکومت د هغې پريکړې هرکلی وکړ، چې دغه هېواد د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د اسرائيلي ميشتو سيمو څخه د توکو پر وارداتو بنديز لګولی او پر بريتانيايي شرکتونو يې دغو ميشتو سيمو ته د ځينو خدماتو د وړاندې کولو محدود کړي.
په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د بريتانيا دغه پريکړه به نړیواله ټولنه وهڅوي، چې د نړيوال قانون سره سم ورته اقدامات تر سره کړي او د غير قانوني ميشتو سيمو په اړوندو فعاليتونو کې د ګډونوالو سازمانونو او شخصيتونو مسوولیت روښانه کړي.
يادو ۸ هېوادونو د هغې اعلاميې هرکلی هم وښود، چې کاناډا، ډنمارک، فنلند، فرانسه، ايسلند، ايرلند، ناروې، پولنډ، پورتګال، هسپانيا، سويدن او بريتانيا د “دوو هېوادونو” طرحې په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.












