د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، په پاکستان کې د افغان طبي محصلینو د ایستلو پرېکړه د خواشینۍ وړ او غیرانساني بللې او له پاکستانه یې د دې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده. مجاهد ویلي، د لوړو زدهکړو وزارت چمتووالی لري چې که افغان طبي محصلین له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شي، خپلې زدهکړې په افغانستان کې له هغه ځایه دوام ورکړي چې تر کومه ځایه یې رسولې دي. هغه زیاته کړې، د دغو محصلینو د جذب لپاره د ظرفیت برابرولو په موخه په لوړو زدهکړو وزارت کې جدي کار روان دی.














