د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) په تازه ارزونه کې خبرداری ورکړی چې د اوبو لګولو لپاره د اوبو کمښت او د کرنیزو سرو د بیو لوړوالی په افغانستان کې د بزګرانو پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي. د ارزونې له مخې، د سرو د بیو دوامداره لوړوالي او د کلیوالو کورنیو د کمزوري مالي وضعیت له امله نږدې ۸۰ سلنه کرنیزې ټولنې وايي، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، په راتلونکي کرنیز فصل کې به د غنمو د کرکېلې ساحه راکمه کړي. دغه ارزونه د اګست په وروستیو کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د سیمهییزو ټولنو له استازو سره د ۳۳۰ ګروپي مرکو له لارې ترسره شوې ده. ایف اې او وايي، نږدې دوه پر درېیمه برخه سروې شوې ټولنې تمه لري چې سږ کال به د تېر کال په پرتله لږې کرنیزې سرې وپېري.














