د ۲۰۲۶م کال د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون په درشل کې د چين میډيا ګروپ CGTN نړيوالو انټرنيټ کارونکو ته يوه سروې خپره کړه، چې له مخې يې د ۸۹ اعشاريه ۶سلنه ګډون کوونکو په اند دغه نندارتون د چين د خدماتي سوداګرۍ د لوړې سويې ورخلاصون مهم ډګر ګرځيدلی دی.
په دغه نندارتون کې په لومړي ځل د چيني خدمتونو په عنوان يو نندارځی جوړ شوی، چې پکې د چين د ډيجيټل خدمت، فرهنګي خدمت او عصري ټرانسپورټ په شمول ساحو کې نوې لاسته راوړنې نندارچيانو ته وړاندې شوې دي. په دې هکله د دغې سروې ۹۳اعشاريه ۸سلنه ګډون کوونکي په دې اند دي، چې دغه نندارتون نه يوازې د نندارې يو ډګر دی، بلکې د چين د لوي بازار د لوړې سويې ورخلاصون هڅونې په ترڅ کې د معاملې مرکزي ډګر هم دی. د چيني خدمتونو تر عنوان لاندې دغه ډګر کې د مصنوعي ځيرکتيا، ستر موډل، ځيرکو خدمتونو په مرکزيت د تېکنالوژيو د لاسته راوړنو اندازه نژدې څلور سلنه برخه نيسي، ګن شمېر نوې تېکنالوژۍ او محصولات په چين ان په ټوله نړۍ کې په لومړي ځل بازار ته وړاندې شوې دي. په سروې کې ۹۰ اعشاريه ۳سلنه ګډون کوونکي په دې اند دي، چې د چين خدماتي سوداګرۍ په چټکې سره د ساينس او تېکنالوژۍ برخې لوړوي او دا هيله لري چې د چين خدماتي سوداګري به د ساينس او تېکنالوژيو په مرسته نړيوالو ته لا ښه خدمتونه برابر کړي.
دغه سروې د CGTN د انګريزي، هاسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو په چينلونو کې خپره شوې ده.














