چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

ولې امريکا د ” برابرې ځمکنۍ کرې” له نقشې سره مخالفت کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 9, 2026
in نړیوال خبرونه
0
ولې امريکا د ” برابرې ځمکنۍ کرې” له نقشې سره مخالفت کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په دې وروستيو کې په ۱۶۴ موافقو رايو او يوې مخالفې رايې سره د افريقايي هېوادونو په وړانديز يو پرېکړه ليک تصويب کړی دی. په دغه پرېکړه ليک کې د ميرکاټور نړيوالې نقشې (Mercator projection world map) پر ځای د ” برابرې ځمکنۍ کرې” له نقشې (Equal Earth projection) څخه استفاده هڅول شوې، کومه چې په حقيقي ډول د بېلا بېلو کچو حقيقي مساحتونو ته انعکاس ورکولی شي. امريکا په رايګيرۍ کې يوازېنۍ مخالفه رايه ورکړې ده او لامل یې دا وړاندې کړی، چې وايي، ” دا چاره ايديالوژيکي عوامل لري”.

په ټکنالوژيکي برخه کې د نقشې د اصلاح چارې د یوروسینټریزم يا لوېديځ مرکزيتوب پالنې او تسلط مفکوره افشا کړې ده.

You might also like

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

ميرکاټور نقشه په تېرو نږدې ۵۰۰ کلونو کې کارول شوې ده. دغه نقشه په ۱۵۶۹ کال کې د سمندري سفرونو د لارښوونې لپاره جوړه شوې، خو وروسته يې د پوهې په برخه کې د لوېديځې بادارۍ د غوښتلو لپاره د خدمت وسيله ګرځيدلې ده. په دغه نقشه کې د اروپا او شمالي امريکا وچې تر حقيقي مساحت لويې او د افريقا او جنوبي امريکا وچې تر حقيقي مساحت کوچنۍ ښودل شوې دي. يوه نمونوي بېلګه یې دا ده: په دغه نقشه کې د ګرينلينډ ټاپو مساحت له افريقايي وچې سره برابر ښودل شوی، خو په حقيقت کې د افريقايي وچې مساحت د ګرينلينډ ټاپو د مساحت له ۱۴ چندو سره برابر دی. دغه نقشه له حقيقت سره سمون نه لري، خو په تېرو نژدې پنځو پېړيو کې يې د نړۍ د تعليم، خبري رسنيو او عامه خپرونې په برخو کې د باصرې عادت ټينګ کړی او هم د پېژندنې هغه ناسمه پوهه يې رسولې، چې ګواکي شمالي برخه لويه او جنوبي برخه کوچنۍ ده. دغه راز دغې نقشې د لوېديځو هېوادونو لپاره د تسلط د ښودلو او د بادارۍ غوښتونکو نظريو د خپرولو رول لوبولی دی.

د ” برابرې ځمکنۍ کرې” د نقشې طريقه د يادې نقشې په پرتله د بېلا بېلو لويو کچو رښتيني او حقیقي مساحتونه او ونډې منعکسولی شي او ياد ناسم تفاهم او تعصب ليرې کولی او د نړيوالې جغرافيې عادلانه پېژندنه وړاندې کولی شي. يوه داسې نقشه، چې پکې د لوېديځو هېوادونو مساحتونه کم او د نورو هېوادونو مساحتونه زيات شوي، نه يوازې په سترګو کې يې د مساحتونو انډول بدل کړی، بلکې د پېژندنې هغه بنسټ یې لړزولی، چې د لوېديځ مرکزيتوب پالنه پرې تکيه کوي.

امريکا له يوې خوا ” د مقرراتو پر بنسټ نړيوال نظام ” نارې وهي او له بلې خوا د يوې رښتينې نقشې له منلو ډډه کوي. دغه هېواد د استعماري زمانې د تحريف شوې نقشې د دوامداره استعمال له لارې د امتيازي احساس د ساتلو هڅه کوي او نه غواړي، چې د سراسري جنوب هېوادونو پورته والي ته په خلاصو سترګو وګوري. د امريکا دغې کړنې د لوېديځ مرکزيتوب پالنې د ماتېدو اندېښنه او ډار په ډاګه کړی دی.

ايا امريکا په دايمي توګه د حقيقت پر وړاندې خپلې سترګې پټولی شي؟

Previous Post

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

Next Post

د چيني بزګرانو د حاصلاتو د نهم فیسټيوال د نمانځنې لپاره به ۴۷ مهم فعاليتونه تر سره شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه
نړیوال خبرونه

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

by Spogmai Radio
سپتمبر 9, 2026
د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي
نړیوال خبرونه

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

by Spogmai Radio
سپتمبر 9, 2026
شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

by Spogmai Radio
سپتمبر 9, 2026
بېجېنګ د لای چینګ ده ادارې مغالطو ته غبرګون وښود
نړیوال خبرونه

بېجېنګ د لای چینګ ده ادارې مغالطو ته غبرګون وښود

by Spogmai Radio
سپتمبر 9, 2026
د ۲۰۲۶ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون پرانيستل شو
نړیوال خبرونه

د ۲۰۲۶ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون پرانيستل شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 9, 2026
Next Post
د چيني بزګرانو د حاصلاتو د نهم فیسټيوال د نمانځنې لپاره به ۴۷ مهم فعاليتونه تر سره شي

د چيني بزګرانو د حاصلاتو د نهم فیسټيوال د نمانځنې لپاره به ۴۷ مهم فعاليتونه تر سره شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کروندګر: له ازبکستان او قزاقستانه دې د پیازو واردولو مخه ونیول شي

کروندګر: له ازبکستان او قزاقستانه دې د پیازو واردولو مخه ونیول شي

نوومبر 15, 2024
فیچ د امريکا د کریډېټ درجه ټیټه کړه

فیچ د امريکا د کریډېټ درجه ټیټه کړه

اگست 3, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه
نړیوال خبرونه

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026
د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي
نړیوال خبرونه

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026
شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې
نړیوال خبرونه

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
بېجېنګ د لای چینګ ده ادارې مغالطو ته غبرګون وښود
نړیوال خبرونه

بېجېنګ د لای چینګ ده ادارې مغالطو ته غبرګون وښود

سپتمبر 9, 2026
د ۲۰۲۶ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون پرانيستل شو
نړیوال خبرونه

د ۲۰۲۶ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون پرانيستل شو

سپتمبر 9, 2026
د CGTN سروې: د ۲۰۲۶م کال د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون پر ورخلاصون ټينګار کوي
نړیوال خبرونه

د CGTN سروې: د ۲۰۲۶م کال د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون پر ورخلاصون ټينګار کوي

سپتمبر 9, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ