سرپل کې ځینې کروندګر وايي، له ازبکستان او قزاقستانه دې د پیازو د وارداتو مخه ونیول شي. د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ ځينې کروندګر د پيازو بیې ټیټوالي، معیاري سړو خونو نشتوالي او له قزاقستان او ازبکستانه په بې رویه ډول د پيازو وارداتو اندېښمن کړي دي. دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو دې ستونزې ته د رسېدنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. خو د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، راتلونکي کال کې به دغه ولایت کې معیاري سړې خونې جوړې کړي. د کرنې ریاست مسوولین وايي، تېر کال په دغه ولایت کې پر ۸۵۰ هکتاره ځمکه پياز کرل شوي وو، چې ۲۰ زره ټنه پياز ترې ترلاسه شوي وو.












