پوهنې وزارت وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې په هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي او څه باندې ۳۰ مدرسې جوړې کړې دي. د دغه وزارت ویاند منصور احمد حمزه وایي، دا ښوونځي او مدرسې د څه باندې ۱ میلیارد او ۲۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د مرستندویه بنسټونو او ملي سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوي دي. حمزه دغه راز وایي، دمګړۍ په ټول هېواد کې نږدې ۱۱ میلیونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي. د مسوولینو په خبره، پوهنې وزارت زده کوونکو ته د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت احاطوي دېوالونه، د برښنا سیسټم، د څښاک پاکو اوبو څاګانې او نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي.












