په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست نقیبالله احمدي د مالیزیا د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا ادارې له اجرائیوي رئیس داتو ابوبکر یوسف سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او په سوداګریزو نندارتونونو کې پر متقابل ګډون هم ټینګار شوی دی.














