په کابل کې د «چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو، په دې سمینار کې د دولتي چارواکو ترڅنګ د پوهنتون استادانو، محصلینو او یو شمېر ځوانانو ګډون کړی و. دغه سمینار د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې له لوري جوړ شوی و او ګډونوالو ته پکې د چین د پرمختګ په اړه څلور مستند فلمونه وړاندې شول
. په دغو مستندو فلمونو کې د صحراوو د مدیریت، ښوونې او روزنې، کرنې او لمریزې برېښنا په برخو کې د چین تجربې او لاسته راوړنې و ښودل شوې. د چین میډیا ګروپ د سيجيټياېن پښتو څانګې افغان خبریال، احسانالله کریمي، وویل چې د دغو فلمونو له لارې هڅه شوې د چین د پرمختګ تجربې له افغانانو سره شریکې شي، څو افغانستان ترې په بېلابېلو برخو کې ګټه واخلي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، ډاکتر عبداللطیف نظري، د خپلې وینا پرمهال وویل چې افغانستان کولای شي د چین له تجربو استفاده وکړي او له دغه هېواد سره د همکاریو پراختیا د اقتصادي ودې او ځانبسیاینې لپاره مهمه ده. د اوبو او انرژۍ وزارت پخواني سلاکار، ډاکتر فاروق اعظم، هم د افغانستان او چین اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو پراختیا کولای شي، د افغانستان د پرمختګ لپاره نوې زمینه برابره کړي.
د سمینار ګډونوالو هم د چین د پرمختګ تجربې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې افغانستان کولای شي د نورو هېوادونو له بریالیو تجربو په ګټې اخیستنې او ګډو هڅو سره د پرمختګ پر لور ګامونه واخلي. د چین میډیا ګروپ پښتو څانګه وايي، تر دې وړاندې یې هم د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې مستند فلمونه، کتابونه او معلوماتي پروګرامونه چمتو کړي، څو د چین او نړۍ تجربې له افغانانو سره په خپله ژبه شریکې کړي.













