د ریاست الوزار اقتصادي معاونیت ويلي، چې د کونړ د مناګي برېښنا بند د شاوخوا ۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بیارغول کیږي. د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دې بند له بیارغول کېدو وروسته به د ۲.۱ مېګاواټه برېښنا په ظرفیت سره شاوخوا څلور زره کورنیو ته برېښنا برابره شي. یاد معاونیت ویلي، چې د یاد بند د بیارغونې چارې به په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.














