د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، ډېر ژر به د دواړو هېوادونو د ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیل شي. د دغې خونې په خبره، افغان او ایراني ښځینه سوداګرې به د ګډو کارخونو له جوړولو سره خپل تولیدات نورو هېوادونو ته هم صادر کړي. په هرات کې د ایراني استادانو له خوا له ۳۰۰ زیاتو افغان ښځو ته د مصنوعي ځیرکتیا، بازارموندنې، کلالۍ او سرامیک جوړولو په برخو کې روزنیز ورکشاپونه هم جوړ شوي دي. د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، په راتلونکي کې به د ښځینه متشبثینو د تولیداتو ګډ نندارتونونه او د هغوی د ظرفیت لوړولو نور روزنیز پروګرامونه هم زیات شي.













