د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وایي، له غزې او د منځني ختیځ له پراخ کړکېچ څخه نیولې تر اوکراین، سوډان او نورو سیمو پورې، نړۍ سولې ته اړتیا لري. ګوټرېش زیاته کړې، چې حکومتونه باید د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي او د هېوادونو حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکي رعایت کړي. نوموړي د اختلافاتو پر سولهییز هواري ټینګار کړی او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته یې پاملرنه د حکومتونو له مهمو ژمنو بللې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال د سولې غوښتنه کړې چې په غزه، اوکرایین، سوډان او د نړۍ په ځینو نورو سیمو کې جګړې او کړکېچونه دوام لري.













