د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ادارې پر مهال یې د بهرنیو وګړو له ۱۷۵ زرو ډېرې ویزې لغوه کړې دي. د وزارت په وینا، دا اقدام د کډوالۍ د محدودیتونو د پالیسۍ برخه ده او هغه کسان یې په نښه کړي چې د ویزې شرایط یې مات کړي، جرمونه یا درغلي یې کړې، د کډوالۍ له سیستم څخه یې ناوړه ګټه اخیستې یا یې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.













