په کندهار کې د غواګانو فارمونو شمېر زیات شوی، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د غواګانو د فارمونو د جوړولو په برخه کې پانګونه زیاته شوې او په دغه ولایت کې د فارمونو شمېر ۶۵۰ ته رسېږي، چې ډېر شمېر کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده. یو شمېر فارم لرونکي وايي، پر وړاندې یې لویه ننګونه د محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار نشتون او د خوراکې د قیمتونو لوړوالی دی. دوی له مسوولینو غواړي، چې مالدارانو سره همکارۍ ته پاملرنه زیاته کړي. کندهار چې اوبه او هوا یې د کرنې او مالدارۍ لپاره مناسبه ده، ډیری اوسېدونکي یې دامهال په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د محصولاتو د پلور له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.












