د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي د کرونا له امله د ددغه وزارت د لومړني لوړپوړي چارواکي مړینه تایید شوې ده. پمپیو ددغه کس نوم نه دی اخیستی خو په خبره یې هغه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یو لوړپوړی چارواکی و. پمپیو دغه راز ویلي چې د وزارت د ګڼو کارکوونکو د کرونا ازمویښت مثبت و، خو دغه شمېره یې نه ده مشخصه کړې. دی همدا راز وایي چې په بهرنیو چارو وزارت کې د لسګونه کسانو د سمپلونو اخیستل پیل شوي دي.
































