د نهمې امنیتی حوزې اړوند د څلورمو مکرویانو په سیمه کې پر یوه موټر چاودنه شوې ده. راپورونه وایي چې په دغه پېښه کې د کابل د والي سکرتر او مرستیال وژل شوي دي. کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل د والي مرستیال محب الله محمدي او سکرټر یې د نن ورځې په چاودنه کې وژل شوي دي. دده په وینا په پېښه کې ددوی دوه ساتونکي ټپیان هم دي. تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو طارق ارین یې په اړه د پلټنو خبر ورکوي.
































