د امریکا د فدرالي څېړنو دفتر او د ملي اطلاعاتو مدیر د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په وروستیو څو ورځو کې د امریکا پر مهمو دولتي بنسټونو سایبري بریدونه شوي دي او خبرداری یې ورکړی دی چې دا چاره لا هم دوام لري. په اعلامیه کې ټولو دولتي بنسټونو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې دا بریدونه ښایي دوام پیدا کړي او دوی هڅه کوي چې د همدې بریدونو د خنثا کولو لپاره یوه بېړنۍ سایبري ډله جوړه کړي. اعلامیه کاږي، اف بي ای د یادو بریدونو په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي او ژر به خپل پایلې له رسنیو سره شریکې کړي. که څه هم د دې بریدونو د مسوولیت ګوته روسیې ته نیول کېږي خو روسیې دا ادعاوې رد کړې دي.
































