د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د سولې پروسه کې د ښځو د مشارکت په اړه جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل، چې د سولې خبرو دوهم پړاو کې به د اوربند په ګډون پر مهمو او اساسي موضوعاتو بحثونه وشي. عبدالله وویل، د سولې پروسه یوې ځانګړې مرحلې ته رسیدلې ده او دوی هیله لري چې دا خبرې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، د افغانانو لپاره تر ټولو مهمه دا وه چې خبرې اترې پیل شي، اوس چې خبرې پیل شوې دي نو ښکاره ده چې ټول به د تاوتریخوالي کموالي غوښتنه هم کوي ځکه د نوموړي په وینا د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو له خوشې کېدو سره سره مقابل لوري تاوتریخوالی نه دی کم کړی او دا چاره هیڅ افغان ته د منلو نه ده. نوموړي د خبرو له لارې د روان بحران پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دواړه لوري باید په دې پوه شي چې جګړه او تاوتریخوالی د حل لار نه ده.











