د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شو. پنس د واکسین کېدو نه وروسته وویل چې د دې کار هدف یې په واکسین د خلکو باور پیدا کول دي. د پنس تر څنګ د هغه مېرمن کیرن او د امریکا د عامې روغتیا تر ټولو جګپوړي چارواکي عمومي جراح جیرو ایډمز ته دغه واکسین ورکړل شو. د سپینې ماڼۍ ویاندې کیلي مکینني ویلي چې ولسمشر ټرمپ به هغه وخت واکسین شي چې روغتیایي ټیم یې مناسب وبولي. سره لدې چې د کرونا وبا په امریکا کې تر اوسه د ۳ سوو نه ډیر کسان مړه کړي خو جمهوري غوښتونکي د دې ناروغۍ د جدیت په هکله بیلا بیل نظرونه لري. ټاکل شوې چې منتخب ولسمشر جو بایډن به هم ډیر ژر په عامه توګه د کرونا ضد واکسین شي.
































