چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

دغه ټکي په پام کې نیول مو یو ښه رهبر جوړوي

ژباړه: عطامحمد میاخېل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 23, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
دغه ټکي په پام کې نیول مو یو ښه رهبر جوړوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

یو بریالی مسلک یا یوه بریالۍ دنده، یوازې یوې ښې ایډیا او کاري اخلاقو ته اړتیا نه لري، بلکې مناسب افراد هم له نورو تشکیل کوونکو عناصرو څخه دي. د دې لپاره چې وکولای شی په ښه توګه د نورو تر څنګ کار وکړی، باید په رهبرۍ او مدیریت کې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړئ او په یوه مسلکي فرد باندې بدل شئ.

د ډېرو کلونو په اوږدو کې چې د تجربې د تر لاسه کولو په لټه کې وی، احتمالاً د ماتې په څېر د ستونزمنو تګلارو ځینې موارد مو زده کړي دي. تاسو د یوه کار رامنځ ته کوونکي په توګه هره ورځ د زده کړې په حال کې یاست، د کارونو د تر سره کولو پر مهال زده‌کړه ډېره ښه ده، خو کاري لړۍ ته له ننوتو مخکې نه شو کولای، چې د زده‌کړې له ارزښت څخه سترګې پټې کړو. په دې حالت کې کولای شو د نورو کسانو له تجربو ګټه واخلو، څو د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې بریا ته ورسېږو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

موږ په دې مقاله کې په همدې موخه ۱۶ هغه ټکي راټول کړي، چې په عملي کولو سره یې تاسې پر یوه ښه رهبر بدل کېدلای شی.

۱ – هېڅکله مه تسلیمېږئ

لږ کلیشه‌یي ده، خو تر ټولو ښه سپارښتنه او نصیحت دی، چې کولای شو وړاندې یې کړو. کار رامنځ ته کونه په دې مانا نه ده، چې ټولې هڅې په یوه اونۍ کې خلاصه کړی او د اوږدمهالو پایلو شاهد یې واوسی. کار رامنځ ته‌ کونه په هغو کسانو پورې تړاو لري، چې په هغو وړتیاوو، ایډیاوو او د ټیم په غړو چې په لرلو یې ویاړي، باور لري. د یوې لویې او کوچنۍ پروژې خوشې کول یوازې تاسو ته نه، بلکې هغو کسانو ته هم زیان رسوي، چې تاسو ورته لارښوونه کوی.

۲ – هغه کسان مو ټوله شتمني ده چې ستاسو په شاوخوا کې دي

که مناسب افراد مو نه وي ټاکلي، نو د یوې ښې ایډیا تر سره کول، په سلګونو ځله ستونزمنېږي. د خپلو پروژو لپاره تر ټولو غوره او وړ کسان وټاکئ، له هغې وروسته خپله ټوله هڅه وکړئ، چې دا کسان وساتئ.

۳– هم روزونکی واوسئ او هم زده‌کوونکی

تر ټولو غوره مسلکي اړیکې هغه دي، چې له متقابل درنښت او ښوونې ډکې وي. تاسو د یوه رهبر په توګه دنده لری چې د خپل ټیم د غړو، د پوهې او وړتیا کچه لوړه کړئ؛ په دې حالت کې تاسو هم کولای شی په هماغه اندازه له هغوی څخه بېلابېل څیزونه زده کړی.

۴ – ځواکمن واوسئ او مثبته روحیه ولرئ

افراد پر هغو رهبرانو اعتماد نشي کولای چې پر خپل ځان باور نه لري، حتی په بې ثباته شرایطو کې هم باید خپله مثبته روحیه او پر خپل ځان باندې باور وساتئ. هغه تصمیمونه چې د ګومان له مخې نیول کېږي، نه یوازې ستاسو روحیه تر اغېزې لاندې راولي، بلکې شاوخوا خلکو ته مو هم زیان رسوي.

۵ – د ودې په حال کې یو کاروبار، د ودې په حال کسانو ته اړتیا لري

کابو ټول افراد په یوه پروسه کې یو کار په غاړه لري. په یوه مثبته مسلکي تجربه کې نه یوازې پراختیا شاملېږي؛ بلکې د یوې مخ پر ودې مثبتې لېوالتیا او روزنې سبب ګرځي. کوچنۍ تېروتنې وبښئ او د خپل ټیم د غړو له روزلو څخه لاس مه اخلئ، هغوی د تېروتنو په خاطر مه رټئ، د خپلو څارونکو په واک کې فرصتونه ورکړئ څو زده‌کړې وکړي او غوره افراد واوسي.

۶ – ماتې یو واقعیت دی، هغه په  سړه سینه ومنئ

هېڅ داسې کاروبار نشته چې له ماتې سره نه وي مخ شوی، د دې پر ځای چې ناهیلي شی، ماتې مو د زده‌کړې او د یوې نوې تجربې د ودې لپاره یو فرصت وګڼئ. هېڅکله خپل ځان ته دا اجازه مه ورکوئ، چې یوه پروژه یا کاروبار په بشپړه توګه خوشې کړی، هغه هم په دې دلیل چې له څو کوچنیو ماتو سره مخامخ شوي یاست.

۷ – د بدلون په شرایطو کې د افرادو مدیریت تر ټولو سخت کار دی

هېڅ توپیر نه کوي چې بدلونونه په شخصي ژوند کې رامنځ ته کېږي او یا هم که په چاپېریالي شرایطو کې، په هر صورت، په دې شرایطو کې به د افرادو مدیریت کول ستونزمن کار وي، زغم ولرئ او هغوی درک کړئ، خو د کاروبار د اړتیاوو په اړه رښتیني اوسېدل مه هېروئ، انعطاف‌منونکی او نرم اوسئ، نه بې تفاوته؛ باید وکولای شی د دې دواړو تر منځ توازن رامنځ ته کړئ، چې البته یو له ستونزمنو کارونو څخه شمېرل کېږي.

۸ – په یوه کوچني حوض کې یو ستر کب اوسېدل، د بریا لپاره تر ټولو ښه چانس دی

که یو کوچنی کب واوسی، نه شی کولای چې د یوه ستر حوض ټولنه مدیریت کړی؛ په بدل کې یې کولای شی شرایطو ته بدلون ورکړی. د هغو ټیمونو کنټرول چې د مدیریت کولو وړتیا یې نه لری، په غاړه مه اخلئ او خپل بشپړ اقتدار په درنښت سره وساتئ.

۹ – په یوه برخه کې د غوره اوسېدو لپاره تمرکز وکړئ او وروسته د پراختیا په اړه فکر

دا انتخاب وکړئ چې په یوه برخه کې ښه واوسی او که یا دا چې په څو بېلابېلو برخو کې منځنۍ وړتیاوې ولری؟ په ډېر احتمال، لومړی مورد ټاکئ. کله مو چې خپل کاروبار پیل کړ، د خپل  فعالیت په یوه برخه کې د ښه کېدلو لپاره تمرکز وکړئ؛ دا چې کافي واک مو تر لاسه کړ، نو کولای شی د سترې او غوره برخې پر لور وخوځېږی.

۱۰ –  د دې لپاره چې د یوه هېواد په کچه سیالي وکړی، لومړی باید یو ستر لیګ تشکیل کړئ

هېواد له ډېرو سیالانو او استعدادونو څخه ډک دی، دې کچې ته د ننوتو او پکې د پایښت لپاره، باید له بېلابېلو استعدادونو، شخصیتونو او مهارتونو څخه یو ټیم جوړ کړئ او د هغه لپاره یوه مشخصه موخه وټاکئ.

۱۱ – له هغو افراد او کړنو څخه چې تاسو یې درولي یاست او یا مو شاته تګ ته اړ کوي، لرې و اوسئ

هېڅ دلیل نشته چې هغه افراد یا پروژې چې تاسو ټیټو کچو ته راکاږي، ویې ساتئ. که چېرې د کوم کس چلند، لېوالتیاوې او مهارتونه ستاسو د شرکت له سلیقو او فرهنګ سره سر نه خوري، نو د تللو اجازه یې ورکړئ.

۱۲ – متواضع پاتې شئ

ضمیر مو له رهبرۍ سره مه غلطوئ. پایښت، پیاوړی او رښتینی هوډ یو له کلیدي عناصرو څخه دی، خو ځواک دا ډول نه دی. هماغه رهبر واوسئ، که خپله هم وی، نو په پرانیستې ټنډه او غېږه مو له هغه څخه پیروي کوله.

۱۳ – هوښیار رهبران هغه کسان دي چې اعتماد کول هغوی ته اسانه دي

رهبر اوسېدل په دې مانا نه دي، چې په خپل ځای کې ناست او تل فرمان صادر کړی، بلکې په دې مانا چې خپله هم په کارونو کې ګډون وکړئ او هوښیار پاتې شئ. په حقیقت کې تاسو د یوه رهبر په توګه د خپل شرکت تر ټولو هڅاند فرد واوسئ، دا کار ستاسو لپاره په شرکت کې د کار کولو ذهنیت رامنځ ته کوي، همدا مسئله د دې سبب ګرځي چې اغېزمنه رهبري ولری او د خپل ټیم د غړو تر منځ ځواکمنې اړیکې رامنځ ته کړی.

۱۴ – له هر کار مخکې د هغه په اړه ښه فکر وکړئ

کله چې له پروګرام پرته او په مبهم ډول یوې لړۍ ته داخلېږی، نو د ټیم غړي هم له ځان سره را ټیټوی. د لومړي ګام له پورته کولو مخکې باید پر دې ځان ډاډه کړئ، چې خپل او د ټیم غړي مو له نوې ستونزې سره نه مخامخ کوی. احتیاط د عقل شرط دی.

۱۵ – حریص مه اوسئ

دا مورد په بشپړه توګه بدیهي دی، خو له بده مرغه ډېر رهبران شته چې حرص یې ټول وجود نیولی دی. کله چې خبره له پیسو، ځواک او سرچینو څخه کېږي، تمه مه کوئ. همدا مسئله د هغو ټیمونو په اړه صدق کوي، چې ستاسو له مدیریتي وړتیا څخه بهر دي. په مسلکي شرایطو کې دا تګلاره هېڅ ښه پایله نه لري او په اوږدمهال کې کولای شي تاسو او کاروبار ته مو زیان ورسوي. په بدل کې یې باید ټول هغه څیزونه، چې کار و بار مو تر لاسه کړي دي، له نورو سره شریک کړئ او له خپلو شتو څخه د وضعیت د ښه کولو لپاره ګټه واخلئ.

۱۶ – اجازه مه ورکوئ چې ستاسو پر ځای نور ماتې وخوري

د خپلو ماتو او بریاوو مسوولیت ومنئ، کله چې کومه تېروتنه کوی، اجازه ورکړئ چې د یوه ګرم شخص په توګه وپېژندل شی، نیمګړتیا د نورو په غاړه مه ور اچوئ؛ په بدل کې یې باید خپل ځان د مسوول په توګه معرفي کړئ.

Previous Post

ایران ولې په افغانستان کې له سولې وېریږي؟

Next Post

شیاومي ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
شیاومي ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

شیاومي ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روسیه: د افغانستان سوله او پرمختګ مو لومړیتوب دی

روسیه: د افغانستان سوله او پرمختګ مو لومړیتوب دی

فبروري 9, 2023
افغان سوداګرو ایران کې ۳ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده

افغان سوداګرو ایران کې ۳ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده

جولای 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved