پنجشنبه, مې 15, 2025
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    خوست کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی

    هرات؛ د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ تېرکال ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

    اوچا: افغانستان کې مو د بشري مرستو اندازه کمه شوې ده

    اقتصادي مرستیالۍ: د ا.ا لوړپوړی پلاوی کازان ښار ته رسېدلی

    بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کورني امنیت وروستۍ اعلامیه ستایلې

    ننګرهار پوهنتون کې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی

    بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    کونړ کې نږدې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

    د برېښنا شرکت اجراییوي رییس په مشرۍ پلاوي تاجکستان ته سفر کړی

  • سیمه
    د پاکستان مرکزي بانک: د اوږدې مودې پور دویم قسط مو ترلاسه کړی

    عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    د پاکستان په پنجاب او د هند په جمو کې تعلیمې ادارې رخصت شوې

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

    ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

  • نړۍ
    ټرمپ؛ د قطر له امیر سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا هوکړې لاسلیک کړې

    ډونالډ ټرمپ له ریاض وروسته دوحې ته روان شو

    ټرمپ او احمد الشرع په سعودي عربستان کې سره کتلي دي

    سعودي عربستان؛ امریکا کې د ۶۰۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې

    یونیسف: د غزې اوسېدونکي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

    این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

    زېلېنسکي: پوتین سره ترکیه کې خبرو ته چمتو یم

    روسیې له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی

  • اقتصاد
    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

    د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ

    افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

    د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی

    د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا خبرې شوې دي

    غزني کې د ممیزو د ۳۰ خونو جوړولو چارې پيل شوې

    تېر کال د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي

    هرات کې د متشبثینو لپاره صنعتي ښارګوټی جوړیږي

    تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۰ زره ټنه انتقالات شوي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

د افغانستان لاجورد د چين د هنر او فرهنګ په غېږ کې

لیکنه: ډیوه؛ د چین نړیوالې راډيو د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 27, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
د افغانستان لاجورد د چين د هنر او فرهنګ په غېږ کې
57
شریک شوی
142
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د لاجوردو کلتور او صنعت اوږد تاريخ لري. د افغانستان په بدخشان کې د لاجوردو استخراج چارې څه د پاسه شپږ زره کلن تاريخ لري. لاجورد په افغانستان، پاکستان، هند، امريکا او په څو نورو هېوادونو کې پيدا کېږي، خو د افغانستان لاجورد تر ټولو د ښه کيفيت لرونکي دي او هم ښکلي دي. د لاجوردو ښايسته اسماني رنګ د بې ساري توب استازيتوب کوي او دغه طبعي لاجوردي رنګ له افغانستان څخه ټولې نړۍ ته يوه ارزښتناکه ډالۍ ګڼل کېږي.

لاجورد زرګونه کلونه مخکې د ورېښمو لرغونې لارې له لارې چين ته داخل شوي او د دغه هېواد د بېلابېلو امپراطورۍ په دورو کې د امپراطورانو او د دربار جګپوړو مامورينو د خوښې وړ ګرځېدلي دي. په اوسنۍ زمانه کې لاجورد د چين د قېمتي ډبرو په بازار کې زيات مينه‌وال لري.

تاسو ته معلومه ده چې د افغانستان له لاجوردو څخه په چين کې څه ډول بېلابېل هنري توکي، اثار او زيورات جوړېږي؟

په چين کې لاجورد په سرو زرو او قېمتي ګاڼو کې کارول کېږي او خلک يې ډېر خوښوي. مشهور چينايي زرګر دوجيان يي لاجورد ډېر خوښوي او په ډېرو ښکلو ګاڼو او زيوراتو کې ترې کار اخلي، نوموړی پر ګاڼو د سرو زرو نازکې کرښې وباسي او بیا لاجورد او د نورو قېمتي ډبرو غمي پرېږدي او په زرګرۍ کې لوی لاس لري. هغه وايي، کله چې د لاجوردو اسماني رنګ له طلايي رنګ سره مل شي، نو ډېر ښکلی ښکاري، چينايان له سور، شين او ژېړ رنګه لاجوردو سره ډېره مينه لري او دا يې یو تاریخي دود دی. زه په امپراطورۍ ماڼۍ کې کارېدلي تخنيک ته په کتو، پر ګاڼو د سرو زرو نازکې کرښې وباسم او بیا د لاجوردو په ګډون د ډول ډول قېمتي ډبرو غمي پرې کاروم، چينايان یې له پخوا زمانو راهیسې ډېر خوښوي.

همدارنګه د دې تر څنګ د لاجوردو ډبرې د بڼې له مخې ډول ډول مجسمې چې څېرې يې له چيني کلتور سره مشابهت او ټينګ تړاو لري، د هنرمندانو په لاس په هنر سره حکاکي کېږي. په چين کې د قېمتي ډبرو د حکاکي کولو په ساحه کې د ملي کچې ښوونکی او مشهور هنرمند جانګ تي چنګ په دې برخه کې څه د پاسه شل کلنه تجربه لري، له لاجوردو څخه د مجسمو په جوړولو لګيا دی او تر اوسه يې ډېرې زياتې مشهورې لاجوردي مجسمې جوړې کړې دي. هغه د لاجوردي مجسمو له جوړولو سره مینه لري او په دې اړه ژور احساسات لري. هغه وايي، ما په لومړي سر کې د قېمتي ډبرو د حکاکۍ په يوه فابريکه کې څو کاله کار کړی، خو هلته مې هېڅکله د لاجوردو حکاکي نه وه کړې. پوهېږی ولې؟ ځکه د تېرې پېړۍ په نويیمه لسيزه کې لاجورد يوه ډېره ګران بيه ډبره بلل کېده او هغو کارګرو چې اته يا لس کلنې تجربې نه درلودې، اجازه نه درلوده چې لاجورد حتی لمس کړي، څرنګه چې لاجورد ډېر قېمتي وو او له افغانستان څخه وارد شوي وو چې په هغه وخت کې له افغانستان څخه چين ته د لاجوردو د واردولو په ترڅ کې ډېرې ستونزې پر خپل ځای وې.

بلخوا له لاجوردو څخه د مجسمو جوړول ډېر باريک او ستونزمن کار دی. د بېلګې په ډول، موږ همېشه له لاجوردو څخه د چيني کلتور له مخې د مشهورو انسانانو څېرې او مجسمې جوړوو، نو لومړی بايد د اړوند شخص څيرې له مخې لاجوردي ډبره پالش او ښه صيقل شي، که په دې ترڅ کې فشار لږ او يا زيات شي، ښايي ډبره ماته او زيانمنه شي او د مجسې ښکلا خرابه شي. نو د لاجوردي مجسمې جوړېدو په ترڅ کې بايد په دقت سره او په حوصلې سره کار وشي او معمولاً د يوې مجسمې بشپړېدل ډېر وخت ته اړتيا لري.

د چين په لرغونې زمانه کې د لاجوردو د تعريف په اړه يوه جمله شته چې د لاجوردو رنګ اسمان ته ورته دی او ورباندې د سرو زرو ټکو کې د زرګرۍ کارونه يې داسې دي لکه په اسمان کې ستوري. د چين د لرغون پېژندنې د ريکاډ له مخې په چين کې د لاجوردو د پيدا کولو او استفاده کولو تاريخ د دويمې پېړۍ د ختيځ هان امپراتورۍ دورې ته رسيږي او د چينګ د امپراتورۍ له دورې مخکې د لاجوردو سينګار د منځنۍ او په لوېديځه اسيا کې له مروجو سبکونو او شکلونو سره ورته و. د چينګ د امپراتورۍ په دوره کې د ختيځ او لوېديځ تر منځ د تجارت له پرمختګ سره د لاجوردو اصلي سوچه ډبرې چين ته راوړل شوې دي او په هغه وخت کې چينايي هنرمندانو د چين د کلتور له مخې د غرونو، ونو، بودايانو او په لرغونو کيسو کې د مشهورو انسانانو د څېرو ډول ډول مجسمې حکاکي کړې دي.

د لاجوردو مشهور ماهر او کاروباري شوی ليان شنګ چې روان کال څلور اويا کلن دی، وايي، څه د پاسه شل کلونه مخکې مې لومړی ځل لاجورد وليدل او د لاجوردو شينوالي ځان ته وکاږلم او لاجوردي هنر ته مې مخه کړه. هغه هيله لري چې په دې توګه لا ډېر چينايي مشتريان د افغانستان لاجورد وپېري او د لاجوردو په وسيله د چين او افغانستان تر منځ کلتوري تګ راتګ لا پياوړتيا ومومي. شوی ليان شنګ وايي، په لرغونې زمانه کې له افغانستان څخه تر منځنۍ او لوېديځې اسيا، د مديتراني سمندر او روم ته لار د لاجوردو په نامه يادېدله. د چين د هان د امپراتورۍ په دوره کې د ورېښمو لرغونې لارې استازي چانګ چيان په مشرۍ لومړي کاروان پرې سفر کړی او پرانيستل شوې ده، له دې وروسته دا دوې لارې يو له بل سره نښلول شوې، نو لاجورد هم له دې لارې چين ته داخل شوي دي. ويلی شو چې د لاجوردو لاره او د ورېښمو لرغونې لاره د دوو جلا کلتورونو د يو ځای کولو او پيوستون لاره ده. د چينګ امپراتورۍ له دورې وروسته د ورېښمو لارې پرمختګ وکړ او مشهوره شوه او د يونګ جنګ امپراتور زيات لاجورد چين ته وارد او راوړل چې په امپراتورۍ ماڼۍ کې د امپراتورۍ کورنۍ په تېره بيا د مېرمنو او د جګپوړو مامورينو ډېر خوښ شول.

لاجورد د شوی ليان شنګ لپاره يوه بله کړکۍ خلاصه کړه، له تقاعد وروسته يې د ژوند د خوښې وړ يوه علاقه تر لاسه او وموندله. له لاجوردو سره د ده دې کيسې په ترڅ کې بايد د تېرې پېړۍ د نویيمې لسيزې پيل يادونه وشي. هغه وايي، په هغه وخت کې ما د بهرنۍ سوداګرۍ په يوه دولتي شرکت کې کار کاوه او زموږ شرکت له افغانستان څخه يو ټن لاجورد وارد کړل. موږ د لاجوردو په هکله دومره زيات معلومات نه درلودل. ما د لاجوردو په اړه کتابونه مطالعه او ولوستل، له اړوندو پوهانو څخه مې هم په دې اړه پوښتنې وکړې او پر دې باندې وپوهېدم چې لاجورد ډېره ارزښتمنه قېمتي ډبره ده او د افغانستان د ملي ډبرې په توګه بلل کېږي او ځانګړی جالب رنګ لري چې د اسمان په شان صاف شين دی. په دغه يو ټن لاجوردو کې څه د پاسه اويا سلنه هغو یې ډېر ښه کيفيت درلود، ما چې کله د لومړي ځل لپاره لاجورد وليدل، احساس مې وکړ چې لاجورد د اسمان او سمندر ګډ رنګ لري چې ښکلی، دروند او موزون دی.

وروسته يې په خپله يو ټن لاجورد واخيستل او په چين کې د لوړې کچې د قېمتي ډبرو د حکاکي کولو په ساحه کې له مشهورو حکاکګرو سره يې تماسونه ونيول. ويلی شو چې شوی ليان شنګ او د لاجوردو د حکاکۍ ماهر هنرمند جانګ تي چنګ يو بل ته ګټې او په دې توګه برياليتوبونه په برخه کړي دي. جانګ تي چنګ د لاجوردو د حکاکي هنر په مټ ډېرې عجيبې پنځونې کړې دي، چې د ستاينې وړ دي چې لامل او سرچينه يې شوی ليان شنګ بولي. جانګ تي چنګ وايي، شوی ليانګ شنګ هيله درلوده چې زه له لاجوردو څخه په زړه پورې ظريف تزئيني هنري توکي جوړ کړم. په څه د پاسه دوو کلونو کې مې په ځانګړې توګه له لاجوردو څخه د انسانانو، حيواناتو، ګلونو، لوښو او بوتلونو په شمول ډول ډول هنري اثار جوړ کړل، چې زما د حکاکي کولو او ډيزاین او مهارت سويه ورسره هم ډېره لوړه شوه.

د دوی تر منځ تل ښه همکاري وه. جانګ تي چنګ وايي، په چين کې د قېمتي ډبرو د حکاکي کولو په ساحه کې د نسل په نسل کارګرو ښکلي هنري اثار جوړ کړي دي. موږ د پخوانيو استادانو د لاجوردي بڼو او نظريو په راغونډولو سره لا کوښښ کوو چې له دغو هنري توکو څخه د کلتور او نېکمرغۍ اهميت وړاندې او څرګند کړو. لاجورد د کلتور څرګندولو یو ډېر ښه بنسټ دی چې د چين کلتور د لاجوردي مجسمو پر جوړېدو اغېزه کوي او جوړې شوې لاجوردي مجسمې هم د چين کلتور خپروي.

شوی ليان شنګ وايي، زه همېشه فکر کوم چې څرنګه داسې هنري اثار جوړ کړم چې د دوه ډوله کلتورونو څرګندونه په ښه توګه وکولی شي. نو ما له جانګ تي چنګ او نورو مشهورو هنرمندانو او د دې برخې له کارګرو سره همکارۍ کړې دي او ډېرې ښې لاجوردي مجسمې او اثار مو جوړ کړي دي. زه هيله لرم چې دغسې لاجوردي مجسمې د چين او افغانستان تر منځ د کلتوري تګ راتګ په برخه کې د لا نږدېوالي رول ولوبوي او دا هم د دواړو هېوادونو تر منځ په هنري همکاريو کې يوه څرګنده اغېزمنه لاره اوسي.

په حقيقت کې په چين کې د لاجوردو د جوړېدو په ساحه کې ډېر زيات زيار ايستونکي تکړه هنرمندان شته. کله چې دغه ښکلي اسماني لاجورد د چيني تخنيکونو له لارې پر هنري اثارو باندې بدل شي، د چين په بازار کې د لاجورد مينه‌وال به نور هم ورسره ډېر زيات شي.

Share23Tweet14Share6
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • 9.7k Subscribers
  • Trending
  • Comments
  • ورستی
نن او سبا ورځ په يو شمېر ولایتونو کې د واورې اورېدو اټکل شوی

دسمبر 11, 2023
افغانستان بانک د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې نوي بدلونونه راوستلي

نوومبر 30, 2023
پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

نوومبر 2, 2023
د کار موندنې خبرتیا!

د کار موندنې خبرتیا!

جون 11, 2020
پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

0
د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

0
افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

0
د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

د اشرف غني له پښو ښویېدونکې ځمکه

0
خوست کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی

خوست کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی

مې 15, 2025
هرات؛ د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ تېرکال ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

هرات؛ د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ تېرکال ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

مې 15, 2025
ټرمپ؛ د قطر له امیر سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا هوکړې لاسلیک کړې

ټرمپ؛ د قطر له امیر سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا هوکړې لاسلیک کړې

مې 15, 2025
د پاکستان مرکزي بانک: د اوږدې مودې پور دویم قسط مو ترلاسه کړی

د پاکستان مرکزي بانک: د اوږدې مودې پور دویم قسط مو ترلاسه کړی

مې 15, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی

خوست کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی

مې 15, 2025
هرات؛ د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ تېرکال ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

هرات؛ د ګذرې ولسوالۍ ښاروالۍ تېرکال ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

مې 15, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist