د امريکا د دفاع وزارت له منځني ختيځ څخه خپلې الوتکې لیږدونکې جنګي بيړۍ وباسي. د امريکا د دفاع وزارت سرپرست، کريستوفر میلر، ویلي، چې دغه هيواد یوازې خپله الوتکې ليږدونکې کښتۍ او د هغو ملګرې له منځنې ختيځ څخه باسي او د دغه هېواد سواحلو ته به يې راوګرځوي. امريکايي چارواکو ويلي چې دغه اقدام يې د قاسم سلیماني د وژني د لومړنۍ کليزې پر وخت د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو پر وړاندې د چمتووالي په موخه کړی، تر څو وښيي چې دوی په سیمه کې د خپلو او د خپلو متحدانو د منافعو پر وړاندې د هر ډول بریدونو دفاع کولی شي. د امريکا د جنګي بيړيو د وتلو اقدام، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف تر هغو څرګندونو وروسته کيږي چې ويلي يې دي، له ایران سره د امریکا د جګړې پلمه له سيمې څخه اعلان شوې ده.
































