پاکستان د لشکر طیبه ډلې یو قومندان له ترهګرو د مالي ملاتړ په تور نیولی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې ذکي الرحمن د لشکر طیبه ډلې مهم غړی دی او هند ادعا کوي چې په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبی په بریدونو کې ښکېل و. هند تر دې دمه څو ځله له پاکستان ددغه کس د نیولو او جزايي کولو غوښتنه کړې وه خو پاکستان ویلي وو چې هند په دې اړه کره اسناد نه دي ورکړي. په دې وروستیو کې پاکستان د نړیوال مالي اقدام له لوري د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ په تور تر سخت فشار لاندې دی. له همدې امله پاکستان هڅه کوي ځینې کسان په موقته یا دایمي توګه ونیسي څو ځان د نړیوال مالي اقدام له خړ لېست وباسي. دغه ادارې ویلي چې که پاکستان پر وخت اقدام ونه کړي نو په تور لېست کې به شامل شي او پر وړاندې به یې جدي بندیزونه رامنځ ته کړل شي.
































