کابل کې په یوه نانوایۍ کې د ګازو ډبه چاودلې چې له امله یې پنځه کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه له بره کي څلور لارې سره څېرمه شوې ده. عیني شاهدان وايي چې په پېښه کې لس کسه نور ټپیان شوي هم دي. په ټپیانو کې هغه کسان شامل دي چې د پاکستان د وېزې اخیستلو لپاره په سیمه کې راټول شوي وو. رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې د نانوایۍ پنځه کارکوونکي د ګازو د چاودنې له امله لومړی سخت ټپي شوي وو خو وروسته یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله سا ورکړې ده. د ژمي په موسم کې وخت ناوخت په هېواد کې د سونتوکو او ګازو د خراب کیفیت له امله دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي چې له امله یې خلکو ته د مالي زیانونو تر څنګ ځاني تلفات هم اوړي.











