د امریکا پر کانګریس د ټرمپ د پلویانو برید په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي. د ټرمپ پلویانو هغه مهال پر کانګریس برید وکړ چې هلته د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې د تایید لپاره غونډه جوړه شوې وه. د ټرمپ زرګونه پلویانو پر کانګریس برید وکړ، د پولیسو لیکې یې ماتې کړې او د کانګریس ودانۍ ته ننوتل. ویل کېږي چې په کانګریس کې د ننه د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. ددوی شمېر زرګونه کسانو ته رسېده او پولیس یې په کنټرولولو بریالي نه شول. ټرمپ له خپلو پلویانو غوښتي چې له تاوتریخوالي کار وا نه خلي. منتخب ولسمشر جو بایډن بیا پر ټرمپ غږ کړی چې ناندرۍ دې نه جوړوي او د رسنیو په مخ کې دې اعلان وکړي چې بایډن ګټونکی دی او امریکا دې نړۍ ته نه شرموي. پخواني ولسمشر بارک اوباما هم ویلي چې پر کانګریس برید او د ټرمپ دريځ خورا شرموونکی عمل دی. دمګړی په واشنګټن کې ګرځبندیز دی خو نانسي پلوسي وایي همدا چې کانګریس کې ارامي شوه ژر به د بایډن بریا اعلان کړي.
































