د امریکا د ترانسپورت او ښوونې وزیرانو ایلین چاو او بتسي دیواس د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو له برید وروسته له خپلو دندو استعفاوې کړې دي. په همدې حال کې د شمالي ایرلنډ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي میک ملواني هم ویلي، چې له خپلې دندې به استعفا وکړي. ملواني ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ ځینې نور چارواکي هم له دندو په استعفا فکر کوي. د امریکا د سوداګرۍ وزارت د امنیت او استخباراتو د برخې یوه لوړ پوړي چارواکي جان کاستیلو او د ټرمپ د مېرمن میلانیا ټرمپ د دفتر مشره ستیفیني ګریشم هم د کانګرس پر ودانۍ د لاریون کوونکو له برید وروسته استعفاوې کړې دي.































