دوشنبه, جون 8, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

له مذاکراتو وروسته د افغانستان انځور

ذاکر جلالي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 10, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
قطر کې؛ مذاکراتي ټیمونه د شنبې په ورځ پر اجنډا خبرې پیلوي
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نظامونه د کلونو، لسیزو او نسلونو په اوږدو کې جوړېږي، خو ځینې داسې پېښې راشي، چې په لنډه موده کې د ټول نظام شیرازه وپاشي. د نظام ټينګښت او پایښت په دې پورې اړه لري چې څومره یې بنسټونه او ستنې ټینګې ايښودل شوي دي. د درېیمې نړۍ او لوېدیځو دولتونو ترمنځ یو مهم توپیر همدغو بنسټونو کې دی. لوېدیځ کې نهادګرايي ده. افراد ډېر ټاکونکي نه دي. افراد ځي راځي، موقتي ماموریتونه لري؛ خو بنسټونه دایمي دي. د امریکا متحده ایالتونه یو له هغو دولتونو څخه ګڼل کېږي چې ډیموکراتیک نهادونه او بنسټونه یې ټینګ دي. همدا لامل دی چې ډونالډ ټرمپ غوندې یو غیر طبیعي او ناروغ انسان په څلور کلنه واکمنۍ کې د امریکا د ټینګو بنسټونو له امله ډېره خرابي ونه شوای کړای. ټرمپ چې څومره لنډپاری او د وړاندوینې وړ نه و؛ خو بیا هم بالاخره څلور کاله وروسته ځي او خپل ځای نوي ولسمشر ته پرېږدي.

د دې پر خلاف، په ختیځ یا په ځانګړې ډول درېيمه نړۍ کې واکمنۍ او ان دولتونه د افرادو په ګروت کې دي. زموږ په نږدې تاریخ کې تل د داوود خان ستاینه کېږي. زه هم د داوود خان خدمتونه ستایم او دعا ورته کوم؛ خو د چنګاښ د ۲۶مې کودتا یې غندم. دا یې تاریخي تېروتنه وه. له دې کودتا سره افغانستان کې د نهادسازۍ لړۍ نه یوازې دا چې په ټپه ودرېده، بلکې تباهي يې پیل شوه. داوود ښه خدمات هم وکړل. په تېره د زېربنا په برخه کې؛ خو داوود خان په نهایت کې یو فرد و. نهادسازي یې ونه کړه. په یوه ځان هم ولسمشر و، هم لومړی وزیر، هم خارجه او دفاع وزیر! اول دا چې په دې وطن کې دومره څوک نه وو چې دغه وزارتونه وچلوي؟! دویم دا چې ایا د ده وړتیا دومره زیاته وه چې په یوزاې سر یې دومره چارو ته اوږه ورکړې وه؟! په هر صورت، د داوود خان د واکمنۍ پای ډېر دردوونکی او زړه‌بوږنوونکی و. د دې لپاره چې نهادسازي نه وه شوې، د داوود خان له شهادت سره هر څه په بل مخ شول او افغانستان د اوږدې او نه ختمېدونکې جګړې کور شو.

نوی پړاو

له پورته مقدمې مې هدف دا دی، چې د دې لیکنې له لارې ځوان او تحصیل‌‌یافته نسل او همداراز په دوحه کې د مذاکراتو لوریو ته وریاده کړم چې موږ د خپل تاریخ په یوه ډېر حساس پړاو کې یو. موږ د سولې یو تاریخي فرصت لرو. له هر فرصت سره ننګونې وي او هره ننګونه کې فرصت موندل کېدای شي. دا د طبیعت قانون دی. موږ د سولې داسې فرصت لرو چې څه باندې څلورو لسیزو کړکېچ کې يې مثال نشته؛ مګر که دغه فرصت درک نه شي او ترې ګټه پورته نه شي، ښايي د بلې جګړې بلا خوله خلاصه کړي. ښايي د سولې لپاره دغه اوسنی نړیوال ملاتړ بیا ونه لرو، ښايي هېر شو، منزوي شو او لکه مغولستان یوازې د نړۍ په نقشه کې مو نوم وي او نور نه دنیا له موږ خبره شي او نه موږ له دنیا.

موږ تل ادعا کوو چې افغانستان د پردیو د لاسوهنو او پوځي مداخلو او یرغلونو قرباني دی. په دې کې شک نشته. دا ټول مني؛ اما دا ځل د جګړې بهرنی بُعد چې امریکا او ناټو ده، د دوحې په هوکړه کې د خپلو ټولو ځواکونو د وېستلو ژمنه وکړه او نوره یې مسئله افغانانو ته سپارلې. د دوحې هوکړه که له یوې خوا له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وېستلو ته لار اواروي، له بلې خوا له راتلونکي افغانستان سره د دغو دولتونو پتمنې او مثبتې اړیکې هم تضمینوي او د دوی ناپوځي حضور ته لار پرانیزي چې دا د افغانستان په ګټه هم ده. د دغه وړ حالت راګرځول دې پورې هم اړه لري چې زموږ راتلونکي تصمیم‌نیوونکي څومره کولای شي هغه حالت مدیریت کړي او د افغانستان لپاره ترې ګټه پورته کړي. سره له دې چې د دوحې په خبرو کې د بهرنیانو اغېز شته او له دې څوک انکار نه شي کولای؛ خو د مېز دواړو غاړو ته افغانان ناست دي او د همدغو افغانانو مثبتې پرېکړې افغانستان ته سوله او ثبات راوستلای شي او د دوی منفي پرېکړه دغه فرصت زموږ له لاسه وېستلی شي. په دې ډول د افغانانو پرېکړې ټاکونکې دي چې دا یوه ښه خبره ده. د دوی پرېکړې زموږ پر برخلیک اغېز کوي؛ ځکه په دې اړه باید خپل غږ پورته کړو.

اوس نو دا هم څرګندیږي چې افغانان په خپلواک ډول د پرېکړو څومره صلاحیت او استعداد لري، که سولې ته ورسیږي، ښې پرېکړې وکړي، دا به یې له خدای، ولس او وطن سره د وفا او ژمنتیا نښه وي. که خدای مه کړه، جګړه دوام پيدا کوي، بیا نو نړۍ او افغان ولس پر افغان سیاسي مشرانو نور هم بې‌باوره کېدای شي چې دوی رښتیا هم د ښو پرېکړو استعداد کم لري!

هیلې چې په نهیلیو واوښتې

د روان کړکېچ له پیله موږ د افغانستان په تاریخ کې څو د عطف ټکي لرو چې افغانانو ورته هیلې درلودې؛ خو معکوسې وختلې. د روسانو له وتلو سره د «اسلامي حکومت» شعار تود و. افغانانو فکر کاوه چې د روسانو له وتلو سره به داسې «اسلامي حکومت» راشي چې زموږ ملي تاریخ کې يې ساری نه وي؛ ځکه چې زموږ مجاهدینو پخواني حکومتونه له یوې مخې نامشروع بلل. د روسانو له وتلو او د نجیب له سقوط وروسته رښتیا هم داسې حالات راغلل چې زموږ ملي تاریخ کې يې ساری نه و!

د مجاهدینو له تنظیم‌جنګیو وروسته د طالبانو له راتګ سره بیا هیلې راوټوکېدې. طالبان په دې وتوانېدل چې افغانستان له ملوک الطوایفۍ څخه پاک کړي او سوله او امنیت حاکم کړي؛ خو طالبان ونه توانېدل چې یو افغان‌شموله حکومت رامنځ ته کړي. له همدې امله کورنۍ جګړو د طالبانو د حکومت تر پایه دوام وکړ. بې له شکه طالبانو سوله راوړه؛ خو دا چې له سولې د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره ګټه پورته شي، له بده مرغه د کورنۍ جګړې دوام فرصت نه ورکاوه چې په دې برخه کې لازم کار وشي. د جګړې د ختم لپاره هم قناعت‌بښونکي ګامونه پورته نه شول. له همدې امله د طالبانو نظام ونه شوای کړای چې خلکو ته لازم خدمات وړاندې کړي او ټول افغانان پر ځان راټول کړي.

د نوي افغانستان جوړونه

اوس چې افغان مرکچي پلاوي په دوحه کې خبرو ته جرګه شوي، دا یو بل تاریخي پړاو دی. ښايي دواړو لوریو په وړاندیز کړو اجنډاوو کې ډېر بحثونه ځای کړي وي؛ خو اساسي بحث دا دی چې څنګه داسې حکومت رامنځ ته شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي. اوسنی حکومت د دې تر څنګ چې ونتوانېده د خلکو زړونه خپل کړي، شفاف خدمات وړاندې کړي، له فساده پاکه حکومتولي راجوړه کړي، طالبانو ته ځکه د منلو نه دی چې پر جوړښت او بڼې يې نیوکې لري. ځکه نو د دوحې بین الافغاني خبرو کې اساسي بحث د نظام دی.

طالبان «د افغانستان اسلامي جمهوریت» په رسمیت نه پېژني او نږدې دوې لسیزې يې پر ضد وجنګېدل. حکومت او کابل کې سیاسي لوري «د افغانستان اسلامي امارت» نه مني. دا د اختلاف او منازعې ټکي دي. اوس که حکومت همدا جمهوریت سره کرښه وګرځوي او یا طالبان امارت سره کرښه کړي، مانا یې دا ده چې مذاکرات له بُن‌بست سره مخ دي. دا د مذاکراتو کلچر هم نه دی چې هر لوری پر خپلو سرو کرښو ولاړ وي. که داسې وي بیا د مذاکراتو اړتیا نشته. طبعاً هر لوری به د خپلو ارزښتونو د تر لاسه کولو لپاره هڅه کوي. د مذاکراتو مانا راکړه ورکړه ده. مانا دا چې دواړه لوري پر یوه څه منزاعه لري او دا منازعه د جګړې په ډګر کې نه اوارېږي؛ نو د لوریو سیاسي استازي د مذاکراتو د مېز شاوخوا کېني او یو څه راکړه ورکړه سره کوي. د مذاکراتو مېز ته له ناستې سره دا قابل فهم ده چې هم طالبان او هم افغان حکومت د څه ورکولو په مقابل کې څه اخیستو ته چمتو دي او له همدې لارې به حل ته رسېږي.

د نظام د بڼې په اړه تر ټولو اسانه او کیدای شي چې دواړه لوري پرې توافق ته هم ورسیږي، «د افغانستان اسلامي دولت» ومنل شي. دا به د افغانستان د یوه داسې حکومت رسمي نوم وي چې هم به په کور دننه د ټولنې مختلفو قشرونو ته د منلو وي او هم به نړۍ ترې د ګواښ احساس نه کوي او تعامل به ورسره کوي. هم به د دیني ارزښتونو خوندیتوب پکې تضمین وي او هم د خلکو حقونه او ازادۍ.

حللاره: افغان‌شموله حکومت او مثبته سوله

د دې لپاره چې دا فرصت هم خدای مه کړه ضایع نه شي او یا داسې یو حل رامنځ ته شي چې کاواکه او ماتېدونکی وي، پکار ده چې افغان لوري دا ځل د افغانستان مسئله په اساسي توګه اواره کړي. زموږ نږدې تاریخ موږ ته ډېر درسونه راپرېښي. که له تاریخه زده‌کړه ونه کړو، بیا بیا راباندې تکرارېږي، نو له تاریخه داسې زده‌کړه پکار ده چې د راتلونکي افغانستان د ودانۍ د بنسټ ډبره کږه کېنږدو. دا چې د راتلونکي افغانستان بنسټ ټینګ کېښودل شي، داسې حل پکار دی چې دوه ټکي پکې وي:

لومړی افغان‌شموله اواری او دویم مثبته سوله دې واکمنه شي.

افغان‌شموله اواری

له افغان‌شموله اواري زما مقصد دا دی، چې پر داسې سیاسي ډانچه هوکړه وشي، چې ټول واړه او لوی افغان لوري پکې ځانونه وګوري. یا په بل عبارت، داسې اواری چې هېڅ لوری پکې حذف نه شي، ځکه هر ځل چې له سیاسي اواري کومه ډله بهر پاتې شوې، بله جګړه پیل شوې. نو د افغان‌شموله اواري لپاره دواړو مرکچي پلاوو ته پکار دي، چې سر له اوسه ذهناً دې ته چمتو شي چې راتلونکي افغانستان کې به په ګډه چارې سمبالوو او ژوند به کوو. ښايي اختلافات وي او دا طبیعي هم ده. په بشري ټولنه کې هېڅ وخت اختلاف صفر ته نه رسېږي؛ خو مهمه دا ده چې اختلافات مدیریت شي او یا وزغمل شي او پرې نښودل شي چې پر تاوتریخوالي واوړي. په دې مانا چې اختلاف هر وخت او هر ځای وي؛ مګر ستونزه هغه وخت راولاړېږي، چې اختلاف پر تاوتریخوالي بدل شي.

 پر دې اساس، یوې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره پکار ده چې افغان لوري راتلونکي کې له ټولو اختلافاتو سره سره، د یو بل منلو ته چمتو وي او د یوه او بل د حذف خیال له ذهنه وباسي. که خبره د حذف او نه منلو وي، دا کار یوازې جګړه کله کله کولای شي؛ دا چاره د مذاکرې د مېز له وسې پورته ده. دا فرضیه هم تاریخ غلطه ثابته کړه چې موږ به په جګړه کې مقابل لوری حذف کړو او سوله به راشي. د داوود خان د حکومت په مقابل کې څو محصلینو او د پوهنتون استادانو پاڅون وکړ او پېښور ته ولاړل؛ خو وروسته همدا عادي خلک رهبران شول او یوه لویه جګړه یې رهبري کوله. طالبان په دې وتوانېدل چې په جګړه تر کابل راورسېږي، خو په پنځو کلونو کې ونه توانېدل چې پنجشیر په بشپړ ډول او د بدخشان ټولې سیمې ونیسي.

مثبته سوله

د سولې د مطالعاتو پلار، نارويژنی پوه، یوهان ګلټنګ د مثبتې او منفې سولې د ټرمینالوژیو پنځوونکی دی. یوهان ګلټنګ وايي، یوازې د جګړې نشتون د سولې په مانا نه دی. ښايي جګړه نه وي؛ خو خلک ناراضه وي او بې عدالتي وي. دغه حالت ته منفي سوله وايي. په دې مانا چې دا پایداره نه ده او هره شېبه د تاوتریخوالي د پېښېدو احتمال شته. د دې حالت ښه مثال سوریه ده. له عربي پسرلي وړاندې سوریه یو باثباته هېواد او د منځني ختیځ له سیمه‌ییزو لوبغاړو څخه ګڼل کېده؛ خو کله چې عربي پسرلی راغی، موږ ولیدل چې د سوریې سوله یې څه ډول پر وېروونکې جګړې بدله کړه.

د منفي سولې پر وړاندې مثبته سوله ده. دا هغه حالت دی چې هم جګړه نه وي او هم خلک راضي وي او عدالت وي. په غربي هېوادونو کې داسې سیاسي جوړښتونه رامنځ ته شوي چې خپل خپل ولسونه یې راضي ساتلي. له همدې امله د لوی پاڅون او انقلاب څرک پکې نه لګېږي.

زموږ د سیاسي تصمیم‌‌نیوونکو په ذهنونو کې لا هم د مثبتې سولې تعریف واضح نه دی. دا یوازې زموږ ستونزه نه ده، په درېيمه نړۍ کې تر ډېره همدا حال دی. اکثر واکمن فکر کوي چې په سیاسي فشار او استبداد کولای شي خپلو واکمنیو ته ادامه ورکړي؛ خو دغه وړ واکمنیو په اوږدمهال کې نتیجه نه ده ورکړې. افغانستان کې دا حالت ډېر تجربه شو.

موږ چې د یوه نوي سیاسي څپرکي په درشل کې یو، پکار ده چې د پایدارې سولې لپاره فکر او هڅه وشي. که د سولې داسې معامله وشي، چې د یوه لوري غوښتنې له اندازې زیاتې ومنل شي، یا د مقابل لوري ارزښتونه په پام کې ونه نیول شي، طبعاً د مقابل لوري پلویان ځانونه مات شوي بولي. که فرض کړو چې طالبان راشي او همدا جوړښت له سره تر پایه ومني، دا حالت هم موږ د منفي سولې خواته بیايي او یا که هر څه د طالبانو په خوښه شي، دا هم د ځینو ترمنځ ناراضایتۍ راټوکوي. موږ داسې مثبتې سولې او تلپاتې ثبات ته رسېدلی شو، چې د دواړو لوریو غوښتنې داسې ومنل شي چې هېڅ لوری ځان مات شوی ونه بولي. یا په بل عبارت، خپل ارزښتونه پکې خوندي وګڼي او له یو څه تېر هم شي.

که دغه فرصت کې یو ځل بیا د مثبتې سولې او تلپاتې ټیکاو پر ځای د منفي سولې خوا ته ولاړ شو او لنډمهاله اواری د ځان په ګټه وبولو، په نږدې راتلونکي کې به خدای مه کړه له بلې جګړې سره مخ یو او بیا به تېره ترخه تجربه تکرار شي.

 د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان په هیله!

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In