د امریکا فدرالي استخباراتو یا اف بي آی د ټرمپ ملاتړو لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی دی. دغه ادارې ویلي دوی ته معلومات رسېدلي چې د ټرمپ پلویان به د تحلیف د مراسمو پر مهال د امریکا په پنځوسو ایالتونو کې سخت لاریونونه وکړي او ښايي مسلح وي. یاده اداره وایي چې که د ټرمپ پلویان په دې ورځ بې نظمیو او ګډوډیو ته لمن ووهي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي. له دې سره جوخت د امریکا منتخب ولسمشر جو بايډن بیا ویلي چې له لاریونونو وېره نه لري او تیار دی چې په ازاده فضا کې د لوړې مراسم ترسره کړي. هغه پر ټرمپ او پلویانو یې غږ کړی چې د امریکا له شرمولو لاس په سر شي. په ورته وخت کې د امریکا د کانګریس غړي وایي ټرمپ ځان ته هر څه سختوي او ښايي له واک تر لرې کېدو وروسته له سختو محکمو سره مخ شي.
































