ملګري ملتونه وایي د امریکا نوی حکومت دې د ګوانټنامو زندان وتړي. د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا نوی حکومت دې بشري حقونو ته درناوی لا ډېر کړي او ګوانتنامو زندان دې بند کړل شي. بلخوا د ګوانتنامو له زندان ازاد شوي کسان وايي چې د ملګرو ملتونو غوښتنه بې وخته ده. له دغه زندان ازاد شوی پخوانی زنداني ملا عبدالسلام ضعیف وایي د ملګرو ملتونو دا پرېکړه بې وخته ده، ځکه یاد زندان اوس تش دی. دده په خبره که ملګرو ملتونه په رښتیا بې طرفه وي نو د هغو زندانیانو لپاره دې له امریکا غرامت واخلي چې بېګناه په دغه زندان کې بندیان وو.
































