طالبان د جګړو د ختمېدلو پر ځای د افغان حکومت پر تسلیمولو فکر کوي. په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وایي دی په دوحه کې د روانو مذاکراتو په اړه معلومات لري او په دې باور دی چې طالبان روغې جوړې ته غاړه نه ږدي. دده په خبره طالبان د مذاکراتو پر ځای په دې لټه کې دي چې څنګه وکړی شي افغان حکومت تسلیم کړي او په وینا یې دا یوه ناممکنه خبره ده. نوموړي همدا راز د موقت حکومت په اړه ویلي چې نه امریکا او نه هم افغان حکومت دداسې یوې پرېکړې پلویتوب کوي نو د موقت حکومت د رامنځ ته کېدلو امکان صفر دی. هغه هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري تر خپلو د افغانانو غوښتنو ته ارزښت ورکړي او په رښتینې توګه د جګړې د پای لپاره اقدامات ترسره کړي.
































