د عامې روغتیا وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې ډلې ۱۶ یې په هرات، شپږ په کابل، درې په کندوز، دوې په فاریاب او په کرونا د اخته کېدو یوه مثبته پېښه هم په دایکندي کې ثبت شوې ده. په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۷ ته رسېدلی دی. د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ډېرېدل خطرناک ښيي او یو ځل بیا پر خلکو غږ کوي چې ددوی سپارښتنو ته پام وکړي او په کورونو کې پاتې شي. دوی له خلکو غوښتي چې ګرځبندیز هم رعایت کړي او له ضروري مواردو پرته له کوره و نه وځي.


































