چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د جګړې شدت او له بایډن د سولې تمه

محمد طارق صابر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 27, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
جو بايډن
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په هېواد جګړه، بمي چاودنې او هدفي وژنې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي. په پلازمېنه کابل کې هر ورځ هدفي وژنې او د مقناطسي ماین چاودنې کېږي. د سولې روان بهیر ټکنی شوی او پر ځای يې حکومت او طالبان پر جګړه ټينګار لري. د امریکا د بهرنیو چارو نوې ادارې ويلي چې له طالبانو سره به پر شوې هوکړه له سره کتنه وکړي. دې څرګندونې ډېر غبرګونونه پارولي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ويلي چې امریکا دې له طالبانو سر د شوې هوکړې له مخې مخ ته لاړه شي. طالبانو ويلي چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او له امریکا هم غواړي چې خپله ژمنتیا ثابته کړي؛ خو افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له څرګندونو هرکلی کړی او ویلي چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي.

اوسمهال حکومت او طالبان د بایډن تصمیم ته په تمه دي. له همدې امله په دوحه کې د سولې خبرې سړې شوې او پر ځای يې د جګړې ډګر ګرم او خونړی شوی دی. بایډن ډیموکرات دی چې څو ورځې مخکې يې په سختو امنیتي تدابیرو کې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. امریکا له ډېرو داخلي او بهرنیو بحرانو سره مخ ده. ټرمپ هم ځېنې داخلي او بهرنۍ ستونزې نوي ولسمشر ته په میراث پرې اېښې دي.

 بایډن به له هر څه مخکې خپلو داخلي ستونزو ته لومړيتوب ورکړي. کرونا وبا له دویمې نړیوالې جګړې ډېر امریکایان وژلي دي. توکمپالنې په امریکا کې یو ځل بیا سر راپورته کړی او که کنټرول نه شي، احتمال شته چې هلته داخلي جګړه وشي. له همدې امله بایډن له امریکایانو د یووالي غوښتنه وکړه. ‎دغه راز امریکا له اقتصادي پلوه هم د یوه نړیوال ځواک په توګه ښه حالت نه لري. بایډن ژمنه کړې چې له نړۍ سره به خپلې اړيکې د پخوا په څېر له سره پيل کړي او امریکا به یو ځل بیا په نړۍ کې خپل برم تر لاسه کړي.

 امریکا له همدې امله د افغان سولې لپاره حوصله لري، ځکه د دوحې د هوکړې په وسیله يې خپل عسکر او ا‌ډې له حملو خوندي کړي دي او ښه فرصت لري چې پر نورو ستونزو تمرکز وکړي. دا چې امریکا د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي، له یوې خوا حکومت ته شین څراغ دی او له بلې خوا طالبانو ته د خلیلزاد د ماموریت دوام، د خپلې ژمنتیا په توګه ښکاره کوي.

د امریکا سیاست د ګټو پر محور را څرخي. که په جګړه کې يې ګټه وي، جګړه کوي او که له سیاسي لارې خپلو موخو او ګټو ته رسېږي، هغه غوره کوي. له همدې امله په امریکا کې دوه لوی او مشهور حزبونه؛ جمهوري غوښتونکي او ډيموکراتان فعالیت لري. جمهوري غوښتونکي تر ډېره پر اقتصادي ازادۍ ټينګار لري. د دغه حزب شاته ډېری د وسلو تولیدي کمپنۍ دي او د حزب له غړو په ټاکنو کې ملاټر کوي. کله چې واک تر لاسه کړي، د وسلو پانګوال له هغوی د جګړې غوښتنه کوي، څو تولید شوې وسلې يې په لوړه بیه وپلورل شي. افغانستان او عراق هم د امریکا د پخواني جمهوري غوښتونکي ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وخت کې اشغال شول او خونړۍ جګړې پکې وشوې. په افغانستان کې امریکا له تروریزم سره د مبارزې په نوم ۱۹ کلنه جګړه وکړه، خو امریکايي ولس په دې نږدې وروستیو کې پوه شو، چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت جګړه، بې مانا وه. له همدې امله د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې امریکایانو ته ژمنه ورکړه، چې خپل عسکر به نور له افغان جګړې ژغوري. د دې لپاره چې ټرمپ خپله ژمنه پوره کړي او بیا واک خپل کړي، په ۲۰۱۸ کال کې يې زلمی خلیلزاد د سولې په چارو کې خپل ځانګړی استازی کړ.

ډيموکراتان بیا ټولنیزې ازادۍ او له سیاسي لارې پرمختګ غواړي. د دې حزب شاته ‌ډېری خیریه او سیاسي موسسې دي. ډيموکراتان ستر نیرنګ لري او له سیاسي لارې ډېری بې‌وزله ملتونه د ځان تابع کوي. د دغو دواړو حزبونو تر منځ کډ ارزښت ګټه ده؛ خو د ګټې تر لاسه کولو لپاره يې ابزار او وسيلې توپیر لري.

اوس که حکومت او طالبان پر جګړه ټينګار وکړي او د بایډن تصمیم ته په تمه شي، عام ولس به لا نور وځورېږي او د خونړۍ جګړې په اور کې به ډېری کورنۍ بیا لولپه کړي. بایډن که له خپلو داخلي ستونزو فارغ شي، بیا به هم افغانانو ته داسې نسخه او حللاره وړاندې نه کړي، چې درد يې دوا شي. بايډن د یوه ډيموکرات او امریکايي په توګه په سر کې د استعماري امریکا ګټو ته ژمن دی؛ نه جنګ ځپلي افغان ولس ته! دا چې د بایډن اداره د سولې پر شوې هوکړه له سره غور کوي، څرګندېږي چې دغه هېواد نور هم د خپلو ګټو په لټه کې دی. که د هوکړې په ارزونه کې د افغان دولت ملاټر وکړي یا د  طالبانو، بیا هم عام ولس ضرر کوي.

ځکه د امریکا ملاټر په دې مانا نه دی چې په هغه کې دې خیر او د عامو افغانانو ګټه وي. ټرمپ د دوحې پر هوکړه خپل عسکر له جګړې وژغورل، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه، طالبان او عام وګړي لا هم له منځه ځي. بایډن به له سیاسي لارې د امریکايي ګټو په لټه کې شي او د سولې په روان بهیر کې به له هغه چا سره ودرېږي، چې ګټه يې تضمین کړي. روانه جګړه که حکومت او طالبان د فشار په توګه یا په بل هر نوم او موخه کوي، قرباني يې عام ولس دی. له همدې امله باید دواړه لوري په خپلواک ډول د رښتينې سولې پر لور ګام واخلي. هغه سوله چې وینه تویېدنه دروي او د امریکا او نورو هېوادونو نا مشروع ګټې هم ورسره پای مومي.

Previous Post

د افغانستان بانک عواید له ۲۹ میلیاردو۹۰۰ میلیونه افغانیو ته راټيټ شوي

Next Post

د سولې خبرې ولې په ټپه ولاړې دي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د فساد او چور پر وړاندې یو بل خنډ هم ګوښه کړل شو

د سولې خبرې ولې په ټپه ولاړې دي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

قرغيزستان: د چين او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د سرمشريزې پرمټ به دوه اړخیزې همکارۍ پياوړې شي

مې 16, 2023

څه دپاسه ۱۳۰۰ تنه چيني اتباع په خوندي ډول له سوډان څخه ايستل شوي

اپریل 28, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved