چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

طالب پلاوی د ایران په سفر بوخت دی او افغان پلاوی له روان بهیر شکایت لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 27, 2021
in افغانستان
0
طالب پلاوی د ایران په سفر بوخت دی او افغان پلاوی له روان بهیر شکایت لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

په نړیواله کچه په افغانستان کې د روانې جګړې له هڅو سره هممهاله په دوحه کې د دې مهمې مسئلې په اړه بې پروایي روانه ده. په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وایي چې طالبان له نږدې لسو ورځو راهیسې مذاکراتو او د جګړې پر پای ته رسولو خبرو ته نه دي تیار شوي. بلخوا د طالبانو د قطر له دفتره یو پلاوی ایران ته تللی او ټاکل شوې چې له ایراني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړي. بلخوا امریکا بیا تازه ویلي چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او دوی یې روزنه او مالي ملاتړ کوي.

د کابل په ګډون د هېواد په ډېرو لویو ښارونو کې ترهګریز او هدفي بریدونه ډېر شوي دي. خو افغانان له دې ټولو جګړو، ګواښونو او بریدونو سره دې ته هیله من دي چې په دوحه کې به بین الافغاني مذاکرات ژر مخ ته لاړ شي او دلته به روانه جګړه پای ته ورسېږي. خو په دوحه کې هر څه د افغانانو د هیلو پر خلاف په ټپه ولاړ دي. سره له دې چې په رسنیو کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتو د ځنډ راپورونه خپرېدل، خو اوس مذاکراتي پلاوي په رسمي توګه ویلي چې طالبان د جګړې پر پای ته رسولو خبرو ته نه دي حاضر شوي او نه هم له تېرو څو ورځو راهیسې د دواړو لورو تر منځ لیده کاته شوي دي.

په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري وایي، د ټولو افغانانو ستره هیله او هدف دا دی چې روانې جګړې ختمې شي او د دواړو لورو تر منځ د سولې هوکړه رامنځ ته شي چې په هېواد کې ورسره جوخت دایمي اوربند رامنځ ته شي، خو طالبانو له تېرو نهو ورځو راهیسې له افغان پلاوي سره نه دي کتلي او د جګړې پر پای ته رسولو خبرې نه کوي. د ده په خبره، افغان پلاوی په پوره صداقت د همدې موخې لپاره چې افغان جګړه به د خبرو له لارې ختمېږي په دوحه کې دی، خو طالبان د جګړې پر ختمولو د جلسو دایرولو ته نه دي حاضر. نادري زیاته کړې: «د سولې ټینګښت او د افغانستان د خلکو له وژنو څخه مخنیوی د افغانستان د دولت او ولس  لومړیتوب دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت هیئت په پوره صداقت او اخلاص سره د همدې هدف لپاره په دوحه کې دی. نهه ورځې کیږي چې مقابل لوری د جنګ د ختمیدو لپاره رسمي مجلس او بحث ته اماده نه دی.»

تر دې وړاندې هم داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي تر منځ مذاکرات په ټپه ولاړ دي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو او سیاسي بحثونو کې دا مسایل څرګندېږي چې دواړه لوري د مذاکراتو په اړه د امریکا د نوې ادارې دریځ ته په تمه دي؛ خو د افغان حکومت د پلاوي تازه څرګندونې ښيي چې ګواکې طالبان له دې خبرو ځان لرې ساتي.

بلخوا د طالبانو یو پلاوی د ملا برادر په مشرۍ  له دوحې ایران ته تللی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند داکټر نعیم ویلي چې د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا برادر تهران ته رسېدلی دی او د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله او د په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو او وضعیت خبرې کوي. د ډاکټر نعیم په خبره، په دې سفر کې همدا راز په سیمه کې پر روان وضعیت هم بحثونه کېږي. هغه وايي: «د سياسي دفتر ریيس محترم ملا برادر او ور سره هيت د ايران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه نوموړي هېواد ته ورسيد. یاد هیت به د ګاونډي هېواد له اړونده چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو خبرې وکړي.»

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مذاکرات داسې مهال له مبهم حالت او خنډونو سره مخ دي، چې په هېواد کې بیا جګړه شدیده شوې ده او هره ورځ دواړو لورو ته تلفات اوړي. عام افغانان هم دا هیله لري چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي او دایمي اوربند ټینګ شي.

Tags: Top
Previous Post

د سولې خبرې ولې په ټپه ولاړې دي؟

Next Post

د سوفي نړۍ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سوفي نړۍ

د سوفي نړۍ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا او ملګرو ملتونو د کابل نننی برید غندلی دی

امریکا او ملګرو ملتونو د کابل نننی برید غندلی دی

سپتمبر 30, 2022
د تورخم له لارې افغانانو ته په پېژندپاڼو د راتګ اجازه ورکړل شوه

د تورخم له لارې افغانانو ته په پېژندپاڼو د راتګ اجازه ورکړل شوه

جون 24, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved