چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

له کرونا وروسته به نړیوال نظم بدل شي

لیکنه: هنري کیسینجر / ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 6, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
له کرونا وروسته به نړیوال نظم بدل شي
959
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

منبع: وال سترېټ ژورنال

د کرونا خطر او وېرې د امریکا د سیاست فیلسوف، د پخوانیو ولسمشرانو ریچارد نیکسون او جرالد فورد په دوو دورو کې کار ځپلی دیپلومات او ددغه هېواد د معاصر تاریخ تر ټولو وتلې سیاسي نظر ورکوونکې څېره هنري کیسینجر هم را بیدار کړی، څو له کرونا  وروسته د نړیوال نظم د بدلون او ګواښونو په اړه خپل نظر څرګند کړي او خلکو ته د خطر خبرداری ورکړي. کسینجر وړاندوېنه کړې ده چې له کرونا څخه پېښدونکی سیاسي او اقتصادي بحران به د ډېر وخت لپاره او ان تر راتلونکي نسل پورې دوام وکړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د امریکا دغه سیاسي نظر ورکوونکې څېرې د کرونا ویروس له کبله د ملتونو تر منځ د اړیکو د خړپړ کېدو او د سیمې او نړۍ په کچه د ټولنیزو پیوندونو د لمنځه تلو خبرداری هم ورکړی دی. نوموړي له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې ستایلې او زیاته کړې یې ده: « یو نوی نړیوال نظم د جوړېدو په حال کې دی او د امریکا متحده ایالات باید له کرونا ویروس سره د مبارزې تر څنګ د نوي نړیوال نظم جوړېدو ته هم پوره تیاری ولري.»

د امریکا د بهرنیو چارو دغه پخواني وزیر هنري کیسنجر  (وال سټرېټ ژورنال) ته په یوه مقاله کې لیکلي، د نړۍ په کچه د کرونا ویروس خپرېدل به نړیوال سېستم او نظم ته په کلي ډول بدلون ورکړي.

نوموړي په خپله مقاله کې لیکلي، د (کووېډ ۱۹) نړیوال کېدل د (آردنن) جکړې پر مهال په (۸۴ ام پیاده) لښکر کې د یوه ځوان په توګه د ګډون وخت را په یادوي. اوس مې هم لکه د (۱۹۴۴) کال په وروستیو کې په زړه یوه ځانګړې وېره خوره شوې ده. هغه وخت کېدای شوای چې یو کس په نښه شوای وای او یا هم یوه ډله، خو اوس ټول بشریت په خطر کې دی. د هغه او اوسني وخت تر منځ توپير دا دی، چې هغه وخت موږ د امریکا په کچه د یوې وروستۍ او ملي موخې لپاره جنګېدو، خو اوس باید ټول پر یوې بې مخینې او د نړۍ په کچه پر یوې لویې ستونزې غلبه وکړو، عمومي باور خپل کړو، له یو او بل سره ټولنیزې اړیکې وساتو او نړیوالې سولې او ثبات ته کار وکړو.

کیسینجر وړاندې لیکي: «ملتونه په دې باور دي او په دې برخه کې په یوه خوله دي، چې کېدای شي دولتونه یې د بحران رامنځ ته کېدو وړاندوېینه وکړي او اغېز یې  کم کړي، خو کله چې (کووېډ ۱۹) پای ته رسېږي، تاسو به وګورئ، چې د پیاوړو هېوادونو ډېری بنسټونه به له منځه تللي او ډېری هېوادونو به ماتې خوړلې وي. له کرونا ویروس څخه رامنځ ته شوی زیان کېدای شي موقتي وي، خو سیاسي او اقتصادي بحران به تر راتلونکي نسل پورې دوام کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو دغه پخوانی وزیر زیاتوي، کرونا ویروس په نړیواله کچه د خپرېدو په حال کې دی. خپرېدل یې هم تصاعدي دي؛ داسې چې په امریکا کې په هرو پنځو ورځو کې پر دغه ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر دوه برابره کېږي. د ناروغۍ ددې لویې څپې د مخنیوي لپاره طبي توکي کفایت نه کوي او له ناروغانو څخه د ځانګړي مراقبت ځایونه ډک شوي دي. که څه هم هره ورځ په دې برخه کې نوې څېړنې کېږي، څو د ناروغۍ د خپرېدو کچه راټیټه کړي، خو بیا هم دا هر څه په نشت حساب دي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي له کرونا ناروغۍ څخه د مخنیوي واکسین جوړېدل له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو وخت نیسي.

هنري کیسینجر لیکي، دا سمه ده چې د امریکا دولت له کرونا ناروغۍ سره تر خپلې وسې مبارزه کړې ده، خو وروستۍ ازموینه به ورته دا وي چې ایا امریکا کولای شي ویروس کنټرول کړي او عمومي باور تر لاسه کړي. دې ته باید جدي پاملرنه وشي، خو دغه مبارزه باید موږ له اصلي موخې او دندې چې له کرونا وروسته په موازي ډول نوي سېستم ته ور داخلېدل دي را ونه ګرځوي.

دی زیاتوي چې رهبران په ملي کچه له بحران سره مقابله کوي او له دې ویروس سره سروکار لري، خو ددغه ویروس وېجاړوونکې پایلې هېڅ ډول پولې نه پېژني. په داسې حال کې چې زه هیلمن یم د انسانانو پر روغتیا باندې به دغه حمله موقتي وي، خو له دې سره سره ویلای شم له کرونا وروسته سیاسي او اقتصادي بحران بیا هم تر بل نسل پورې دوام کولای شي. هېڅ هېواد ان د امریکا متحده ایالات هم نه شي کولای ددغه ناورین مخه ونیسي، بلکې ددغه بحران د مخنیوي لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده. که موږ په شریکه له دې حالت څخه د وتلو لپاره کوښښ ونه کړو، نور ډېر ناوړه حالت به تجربه کړو. کیسینجر له امریکا غوښتي چې په نړیواله کچه له کرونا ناروغۍ څخه د پېښېدونکو ګواښونو سره د مبارزې لپاره باید په درېیو اصلي ټکو تمرکز وکړي:

اول: د عفوني ناروغیو د مخنیوي لپاره باید د نړۍ په کچه د علمي څېړنو بنسټونه قوي او پراخ کړي. د طبي څېړنو په پایله کې د اطفالو فلج د مخنیوي او نورو ناروغیو لپاره د واکسین جوړېدل یوه لویه لاسته راوړنه وه، چې اوس یې نیږدې له ټولې نړۍ څخه دغه لا عالجه ناروغۍ ورکې کړې دي، خو تر څنګ یې باید د نویو تخنیکونو او نوې تکنالوژۍ پر مټ د نورو ناروغیو لپاره هم ددغه ډول واکسینونو جوړولو هڅې وشي.

دویم: هڅه باید وشي چې نړیوال اقتصادي ټپونه جوړ او د لا ژورېدو مخه یې ونیول شي. د نړۍ رهبرانو د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران څخه کافي زده کړه کړې ده، خو اوسنی ناورین تر هغه ډېر پېچلی دی. له کرونا ناروغۍ څخه را ولاړېدونکې ستونزې د بشر په تاریخ کې له بلې هرې پېښې ډېرې ژورې، پراخې او چټکې رامنځ ته کېدونکې دي. د عمومي روغتیا ستاتنې او اقتصادي ضربې د مخنیوي لپاره د راټولېدنو مخنیوی، د پوهنتونونو او ښوونځیو رخصتېدل او نورو ورته اقداماتو تر سره کول ګټور دي، خو تر څنګ یې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره هم باید کافي تدابیر په پام کې ونیول شي. او درېیم هم د لېبرال نړیوال نظم او اصولو څخه ساتنه.

کیسینجر په پای کې لیکي، موږ له  «آردنن» جګړې وروسته ورځ تر بلې ځلېدونکې او له انساني کرامت څخه د ساتنې یوې ډکې نړۍ ته ورسېدو، خو نننۍ ننګونه داسې ده چې د بحران مدیریت او د راتلونکې جوړول دواړه پر یو ځای مخ ته راغلي دي او په دې حالت کې ماتې خوړل به نړۍ په اور کې وسوځوي.

Previous Post

د تورخم له لارې د مسافرو د راتګ لړۍ پيل شوې ده

Next Post

کرونا پاکستان؛ ښايي د افغان کډوالو په کمپونو کې ناورین رامنځ ته شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
کرونا پاکستان؛ ښايي د افغان کډوالو په کمپونو کې ناورین رامنځ ته شي

کرونا پاکستان؛ ښايي د افغان کډوالو په کمپونو کې ناورین رامنځ ته شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې هڅوونکې سرمشريزې د بېجينګ وړانديز خپور کړی

مې 19, 2022
په ۲۰۲۴م کال کې د چين د ډيجيټلي صنايعو عايدات ۳۵ ټريليونو يوانو ته ورسېدل

په ۲۰۲۴م کال کې د چين د ډيجيټلي صنايعو عايدات ۳۵ ټريليونو يوانو ته ورسېدل

مارچ 18, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved