د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد یې په تېرو درېیو کلونو کې له غرب ځانګړې توګه امریکا سره پیاوړی مقاومت کړی دی. هغه ویلي، ایران د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال له امریکا سره په اقتصادي جګړه کې ښکېل و او همدا لامل و چې ده یوه شپه هم په ارام زړه سر په بالښت نه دی ایښی. روحاني زیاته کړې، ایران په پوره تدبیر له هغو جنجالونو راووت چې خلکو فکر کاوه ډېر ژر به یې شړۍ ورټوله شي خو د ده په خبره د ایرانیانو حوصله مندي او تدبیر د دې لامل شو چې هېواد بېرته خپل مسیر ته برابر شي. د یادونې ده چې د ایران ولسمشر تر دې وړاندې هم د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ناکامۍ خوښي څرګنده کړې او د هغه دوره یې د خپل هېواد او ټولې سیمې لپاره توره دوره یاده کړې ده.
































