سه شنبه, جون 16, 2026
Spogmai Radio
  • افغانستان
    پولنډ؛ ۴۵ پناه‌غوښتونکي د ناقانونه پولې اوښتو په تور نیولي

    د کډوالو کمېسیون: تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۴۷۲ کډوالې کورنۍ راستنې شوې

    ډبلیو ایف پي: د مرستو کمېدو تر ټولو دروند اغېز پر افغان مېرمنو او ماشومانو پرېوځي

    د مس عینک پروژې د پرمختګ او عملي کېدو په اړه ګډه ناسته ترسره شوه

    یونیسف: په کونړ کې زلزله‌ځپلو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

    د ماین پاکۍ د فعالیتونو لپاره د نږدې ۲میلیونه ډالرو تفاهم‌لیک لاسلیک شو

    سوېډن د افغانستان بشري صندوق سره نږدې۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

    این ار سي: زرګونه جګړه‌ځپلو کسانو ته مو مرستې وېشلې دي

    د کابل ـ کندهار پر لویه لاره؛ ترافیکي پېښه کې ۲ کسان مړه او ۲۹ ټپیان شوي

  • سیمه
    پزشکیان: د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه به د جمعې په ورځ لاسلیک شي

    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

  • نړۍ
    امریکا؛ په کلیفورنیا کې یوه بي۵۲ بم غورځونکې الوتکه راغورځېدلې

    ګڼ شمېر هیوادونو او بنسټونو د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی

    ټرمپ: تمه کېږي له ایران سره هوکړه به نن د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي

    عراقچي: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه وروستۍ کېدو ته نږدې شوې

    راپور: نړۍ کې ۱۳۸ میلیونه ماشومان په کار بوخت دي

    بلوچستان کې د پولیسو پر دوو مرکزونو برید شوی

    ټرمپ: واشنګټن له ایران سره د مانادارې هوکړې په لټه کې دی

    نیویارک ټایمز: د امریکا بریدونو د ایران پنځه ساحلي سیمې په نښه کړې

    ملګري ملتونه: د کانګو په ختیځ کې د ایبولا خپرېدل میلیونونه بې‌ځایه شوي ګواښي

  • اقتصاد

    افغان او ایراني لوري د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    بېکدلي: له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ پراخوو

    افغانستان د قزاقستان د غلې او اوړو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي

    غزني کې؛ د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې

    ترکي پانګه‌والو؛ د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    پروان؛ د دیني مدرسې او ۵۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

    د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې

    سارک: افغانستان خپل اقتصادي او مالي ثبات ساتلی

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

چین د افغانستان د سولې په بهیر کې فعال او رغنده رول لوبوي

لیکنه: وانګ یو؛ په افغانستان کې د چین لوی سفیر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 29, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
چین د افغانستان د سولې په بهیر کې فعال او رغنده رول لوبوي
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دوه زره شلم کال د چین او افغانستان لپاره له ستونزو، بدلونونو او پرمختګونو ډک کال و. که د نړۍ سترو بدلونونو او کوويډـ۱۹ بدو اغېزو ته ځغلنده کتنه وکړو، نو دغه ټکي ته به ورسیږو، چې نړيوال اقتصاد له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی بحران کې ښکیل شوی دی. سختو ننګونو څواړخیزم او نړیوال نظام له سختو ستونزو سره مخامخ کړي، د چین د اقتصاد او نورو برخو د پرمختګ پر وړاندې خنډ واقع شوي او د افغانستان د سولې او پخلاینې پر بهیر یې هم د بې باورۍ څادر غوړولی دی، خو له نېکه مرغه د سوله خوښو افغانانو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې د هڅو په رڼا کې، بین الافغاني مذاکرات پيل شوي او په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې یوه کړکۍ پرانېستلې ده. چین همیشه په دې پروسه کې فعال او رغنده رول لوبوي.

زه له يو کال څخه زيات وخت کیږي، چې په افغانستان کې د چين د سفیر په توګه دنده ترسره کوم، ما په همدې ستونزمن کال کې کار کولو ته دوام ورکړی، له ډېرو خلکو سره مې ولیدل، د افغانستان مسالې په اړه مې په څو نړیوالو کنفرانسونو کې برخه واخیسته، د افغانستان د سولې پروسه روانه ده، پرمختګ کوي او زه د دې شاهد پاتې شوی یم او ژور احساس کوم، چې چین د دوست ګاونډي هیواد په توګه د افغانستان د سولې او پخلاینې په پروسه کې د یو مهم ملاتړ کوونکي، منځګړي او هوساینې چمتو کوونکي په حیث رول لري.

چین د افغانستان د سولې او روغې جوړې له داسې پروسې کلک ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي. افغانان باید خپل برخلیک په خپله وټاکي او هیڅ بهرنی ځواک باید خپلې غوښتنې پر افغانانو ونه تپي او د افغانستان له سوله ييز بهير څخه بايد د شخصي ګټو لپاره استفاده ونه کړي. تاریخ ته په کتو، چین او افغانستان ډېری وخت د استعمار، امپریالیزم او ځورونې سره مخ شوي او چینایان د سوله ییز پرمختګ په برخه کې د افغانانو په څېر یو شان احساس لري. چین په دوه اړخیزو او څو اړخیزو ډګرونو کې د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسې ته وده ورکوي او د نړیوالې ټولنې د اجماع  لپاره هڅې کوي او د دې ملاتړ کوي، چې د افغانستان د کشالې اړوندې خواوې بايد په سیاسي لارو چارو سوله ترلاسه کړي.

 د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د بين الافغاني خبرو اترو لپاره لاندې څو وړاندیزونه کړي دي.

لومړی: ډيالوګ او خبرې اترې د افغانستان د مسئلې یوازېنۍ حل لار ده او اړوندې خواوې دې د سياسي جوړجاړي پر اساسي لوري ټينګار وکړي. د افغانستان د سولې خبرو مختلف اړخونه وروڼه او افغانان دي او د وخت  او خلکو غږ دې تعقیب کړي، پخواني توپیرونه دې حل کړي او ریښتینې او تلپاتې سولې او پخلاینې ته دې ورسیږي. زه امید لرم، چې د افغانستان بېلا بېلې سیاسي ډلې د سولې پر خبرو قوي اعتماد لري، صبر او زغم ساتي او په ټینګ هوډ او ارادې مخ پر وړاندې درومي.

دوهم: د افغانانو د مشرۍ پر اساسي اصل دې ټینګار وشي. د افغانستان سرنوشت د افغانانو په لاس کې دی. هغه مفهوم  ” د افغانانو مشري او مالکیت” دې اغېزمن او ښه وساتل شي. هیڅ هیواد دې په افغانستان کې جیو پولیټیکل سیالۍ نه کوي او هیڅ څوک دې د افغانستان مساله د شخصي او سیاسي ګټو لپاره نه کاروي.

درېیم: پر ټولشموله چوکاټ دې ټینګار وشي. د خبرو اترو اړوندې خواوې دې د واکمنۍ یو داسې چوکاټ رامنځته کړي، چې د افغانستان بېلا بېل ګوندونه، ملیتونه او مذهبي ډلې پکې ځان وويني او هر څه سره شریک کړي. دغه چوکاټ دې ټولشموله او د ټولو خواوو استازيتوب وکړای شي او ټول دې د ترهګرۍ پر وړاندې ټينګه مبارزه او سوله ییزه او دوستانه بهرنۍ تګلاره غوره کړي.

څلورم: د بیړنیو او اصلي مسئلو پر حل و فصل دې ټینګار وشي.  افغانستان له جګړې نه پرته، د بې وزلۍ، مهاجرینو او نشه یي توکو په ګډون له ډېرو پیچلیو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، نو د خبرو اترو اړوند اړخونه دې په ډېرې هوښیارۍ او ذکاوت د یادو مسئلو پر وړاندې مبارزه وکړي. هيله ده، چې ټولې ډلې د ملي اقتصاد او خلکو نيکمرغه ژوند لپاره ګډ کوششونه وکړي، څو په افغانستان کې دایمي سوله او پرمختګ رامنځته شي.

پنځم:  نړیواله ټولنه دې په اخلاقي او مسولانه توګه هلې ځلې وکړي.  نړیواله ټولنه او د سیمې هیوادونه دې په پوره عدالت او زیار د سولې خبرې وهڅوي او له جګړې دې د افغانانو مخ واړوي. بهرني نظامي ځواکونه دې په منظم او مسؤلانه ډول وګرځي، د تروریستي ځواکونو مخه دې ونیسي او په افغانستان کې د وضعیت ارامتیا دې تامین کړي.

چین د افغانستان مسئلې د اړوندو خواوو ترمینځ منځګړیتوب کوي. کمیشنر وانګ یي پردې  ټینګار کړی، چې چین د افغانستان د نږدې ګاونډي او مخلص ملګري په توګه تمه لري، چې په دغه هيواد کې به سوله او ثبات ټينګ شي. چین ډېر هیله من دی، چې د خبرو اترو دواړه خواوې به اختلافات له مینځه یوسي، ګډې موافقې به وکړي او وسلې به پر ځمکې وغورځوي. دواړه خواوې دې د دې تر څنګ پر سیاسي لارې او ټولشموله چوکاټي موخې ټینګار وکړي.

که تاریخ ته کتنه وکړو، نو مالومه به شي، چې د چین او افغانستان ترمینځ تر اوسه جګړه یا شخړه نه ده شوې او دواړه لوري له اوږدې مودې راهیسې یو بل سره مرستې کوي او یو بل ته درناوی لري. چین د افغان مسلې له ټولو خواوو سره ژوره ملګرتیا رامینځته کړې او د دوي په منځ کې یې پلونه جوړ کړي او د سولې او خبرو اترو د هڅولو لپاره يې مثبت رول لوبولی او پراخې ستاینې یې ترلاسه کړې دي. چین د افغان سولې لپاره اړوند ډګرونه هم چمتو کړي او خپل خدمتونه او پلانونه یې وړاندې کړي دي. مثلاً د چین – افغانستان – پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزې ناستې، د چین – متحده ایالاتو- روسیې ترمنځ مشورې، د چین- روسیې- ایران- پاکستان د افغانستان چارو د ځانګړو استازو غونډه، “د شانګهای همکارۍ سازمان – افغانستان د تماس ګروپ “او  داسې نور.

چین د افغانستان د سولې او روغې جوړې پروسې فعال خدمت کوونکی دی. چین د افغانستان د سولې او پخلاینې وروستی وضعیت تعقیبوي او ابادوونکي کارونه ترسره کوي. چین د افغانستان  له ټولو ډلو څخه غواړي، چې د هیواد او خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د خبرو اترو پر میز دې سولې ته ورسیږي. چین به د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو لپاره تر وسې مرستې وکړي او چمتو دی، چې د افغانستان د ټولو خواوو له نیت سره سم د ډیالوګ ډګر چمتو کړي او د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسه وهڅوي. چین له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان وضعیت ته پوره پام وکړي، د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د توان لوړولو لپاره دې روزنې ، پانګې او تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي، د ترهګرۍ، بین المللي جرمونو او د نشه یي توکو قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره دې له افغانستان سره مرستې وکړي، “د ملي سولې او انکشافي چوکاټ “(2021-2025) په پلي کولو کې دې د افغانستان ملاتړ وکړي، څو د دغه هيواد د غربت، کډوالۍ، تروریزم او نورې ستونزې حل شي.

د افغان حکومت او طالبانو استازي د سولې خبرو ته د دوام ورکولو لپاره په دوحه کې پر چلنلار یا طرزالعمل هوکړې ته رسيدلي او دا په تېرو 19 کلونو لومړی ځل دی، چې دواړه خواورې يوې هوکړې ته رسيږي. د دوی دغه کار د خبرو اترو دوهم پړاو د پیل لپاره هم ښه بنسټ ايښی دی. چین د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ هرکلی او قدرداني کوي. دا د افغانانو اوږدمهاله هیله ده، چې ژر تر ژره سولې او ثبات ته ورسیږي. په افغانستان کې ډېر کالونه کیږي، چې جنګ روان دی، نو افغانان هم د یوه سوله ییز، ټیکاو او غوره راتلونکي مستحق دي. موږ صادقانه هیله لرو، چې د خبرو اترو دواړه خواوې ملي ګټو او ښې رویې ته لومړیتوب ورکړي، د افغانانو له غوښتنو سره سم دې د سولې لپاره ګډ کوششونه وکړي.  چین چمتو دی، چې له نړیوالې ټولنې سره د یاد کار لپاره رغنده رول ولوبوي.

چین او افغانستان ښه ملګري، ښه وروڼه او ښه ګاونډیان دي. چین په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسې په پرمختګ کې تل  دا مفهوم تعقیبوي، چې ” ښه رویه د لوی هیواد ریښتینې ګټه ده او نورې ګټې نه ” له افغانستان سره مساوي او د ګډو ګټو چلند کوي او د زړه له کومې هیله لري، چې افغانان سوله، ښه  ژوند او روښانه راتلونکی ولري. رئیس شي جین پینګ پنځه کاله دمخه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 70 مې عمومي غونډې په مباحثوي مجلس کې د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ داسې عمده لار وړاندې کړه، چې له مخې یې اقتصادي، سیاسي، کلتوري، اجتماعي او ایکولوژي ګډه ابادي ترسره کیږي. چین او افغانستان د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ، سیمه ییز پيوستون او د کرونا وبا پر وړاندې د مبازرې په بهیر کې د ګډ برخلیک ټولنه نوره هم ټینګه کړې ده. د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ متقابل باور پیاوړی شوی او ملکي تګ راتګ یې ژور شوی دی او ښې نتیجې یې ترلاسه کړې دي. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ څه موده مخکې د بریکس (BRICS) هیوادونو د مشرانو په دولسمه ناسته کې برخه اخيستې وه او خپلو خبرو کې يې غوښتنه وکړه، چې د دغې غونډې په اعلامیه کې دې دغه جملې ولیکل شي (( موږ په افغانستان کې د اوږدمهاله سولې غوښتنه کوو. د یو ارام، ټولشموله، سوله ییز، خپلواک او سمسور بشپړ افغانستان لپاره د افغانانو ملاتړ او د بین الافغاني مذاکراتو هرکلی کوو او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سوله ییز بهیر ملاتړ ته دوام کوو. )) د نوموړي له دغو خبرو څرګندیږي، چې چین د افغانستان د سولې او روغې جوړې له پروسې څخه کلک ملاتړ کوي او د افغانستان داخلي خبرو اترو لپاره خپلو خدمتونو ته دوام ورکوي. د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسه اوس یوه نازک پړاو ته رسیدلې ده، چین امید لري، چې د افغانستان اړوندې خواوې له دغه فرصت څخه استفاده وکړي، ژرترژره د جګړې پر ځای مصالحه غوره کړي او د کورنيو سیاسي ترتیباتو په اړه ژر موافقې ته ورسیږي، ترڅو د افغانانو له سر څخه د جګړې سيوری واخيستل شي او په دغه هېواد کې سوله ټينګه او افغانان روښانه راتلونکی ولري.

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In