چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چينايان ممکن د ۲۰۲۱ کال د پسرلني اختر په موده کې د هېواد په دننه کې د ۱.۷ ميليارډ ځله سفرونه وکړي.

لیکوال: شي مونګ، ژباړنه: سپوږمۍ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 29, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
چينايان ممکن د ۲۰۲۱ کال د پسرلني اختر په موده کې د هېواد په دننه کې د ۱.۷ ميليارډ ځله سفرونه وکړي.
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پسرلني اختر يعنې نوی کرنيز کال د چينايانو لپاره تر ټولو مهم دوديز اختر دی. د دود له مخې، زياتره چينايان د پسرلني اختر د لمانځنې او د نوي کرنيز کال د هرکلي لپاره بېرته خپل ټاټوبي ته ځي او له کورنيو سره راغونډېږي. نو ځکه هر کال د پسرلني اختر په شپو ورځو کې د چين کورنۍ ترانسپورټي شبکې تر ډېر فشار لاندې وي چې دغه موده د پسرلني اختر د ترانسپورټي بيروبار په نامه يادېږي. د چين د دويزې کرنيزې جنترۍ له مخې د ۲۰۲۱ کال د فبرۍ ۱۲مه نېټه به د نوي کرنيز کال لومړۍ ورځ وي. نو د سږ کال د پسرلني اختر ترانسپورټي بيروبار به د جنورۍ له ۲۸مې نېټې نه د مارچ تر ۸مې نېټې پورې د ۴۰ ورځو لپاره دوام ولري او د يو رسمي خبر له مخې ښايي په دې موده کې چينايان په خپل هېواد کې د الوتکو، اورګاډو او بسونو په وسيله د ۱.۷ ميليارډو ځلو لپاره سفرونه وکړي. په چين کې د کرونا وبا مخنيوي او کنټرول کارونه په عادي ډول روان دي. اوس مهال ژمی دی، که زيات شمېر خلک سره يو ځای راغونډېږي او سفرونه وکړي، د کرونا وبا د خپرېدو شونتيا به زياته شي. نو د چين مرکزي حکومت څو ورځې دمخه ولسي خلکو ته داسې وړانډيز وکړ چې د کار په ځای کې پسرلنی اختر ولمانځني او د کرونا وبا د مخنيوي او وقايې په پار ټاټوبي ته بېرته ولاړ نشي. دا يوه اجباري تګلاره نه ده. په دې اثر ښايي د سږني پسرلني اختر ټرانسپورټي بيروبار لږ څه کم شي. له دې سره سره ۱.۷ ميليارډه لا هم يو ډېر ستر شمېر دی. دا چې څنګه د مختلفو ترانسپورټي وسيلو د امن روانېدو تر څنګ د خلکو ترمنځ د وبا خپرېدو مخنيوی او په ترڅ کې يې د دوی د ارامنتيا او سوکالۍ تامين وشي، د چين د کورني ټرانسپورټي شبکې او سيستم لپاره به يوه ستره ازموينه وي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د چين په دننه کې ټرانسپورټي بنسټيز تاسيسات ډېر جوړ او بشپړ شوي دي چې د عامو خلکو تګ راتګ ته يې زياتې انساتياوې برابرې کړې دي. د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې په چين کې د سړکونو عمومي اوږدوالی له ۵ ميليونو کيلومترو څخه زيات دی چې له دې جملې څخه څه باندې ۱۵۰ زره کيلومتره يې پوخ سړکونه دي. تر همدې مهال د چين د ملکي هوايي کرښو عمومي اوږدوالی هم ۲۳۰ زرو کيلومترو ته رسېدلی دی.  د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې په چين کې د هغو پټليو اوږدوالی ۱۴۶ زره او ۳ سوو کيلومترو ته رسېدلی چې ور باندې مختلف اورګاډي تګ راتګ کوي او پکې د چټکو اورګاډيو لپاره د ۳۷ زره او ۹سوه کيلومترو په اوږدوالی ځانګړې پټلۍ شاملې دي. د چټکو اورګاډيو تر ټولو چټک سرعت په هر ساعت کې ۳۵۰ کيلومترو ته رسېدای شي. د اورګاډيو سرعت په چټکتيا سره زيات وخت سپمول کېږي او مسافرين په لا هوساينې سره سفر کوي. ځينو افغان ملګرو چې په چين کې يې د چټک اورګاډي په وسيله سفر کړی، راته وويل چې دغه ډول چټکه او پرمختللۍ ټرانسپورټي وسيله ډېر د ستاينې وړ ده او چين اوس د چټک اورګاډي په شان ډېر چټک پرمختګ کوي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

بشپړ عمومي خدمتونه د چين د ټرانسپورټي شبکې د ملا قوي تير دی. په چين کې نه يوازې مختلفې چټکې او پرمختللۍ ترانسپورټي وسيلې تګ راتګ کوي، بلکې په دغه پيچلې او ستر ټرانسپورټي سيستم کې مسافرينو ته موثر، جدي او بشپړ خدمتونه هم برابروي. چيني خبري رسنيو خبر ورکړ چې زياتره چينايان پر حکومت باور لري او د حکومت وړانديز يې منلی دی، نو د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د چين د اورګاډيو او بسونو په سترو سټېشنونو او تمځايونو او هوايي ډګرونو کې د حاضرو مسافرينو شمېر د تېرو څو کلونو د همدې مهال په پرتله ډېر کم ښکاري. د دغه هېواد د اورګاډو او ملکي الوتنو اړوندو څانګو هم د ياد حکومتي وړانديز سره سم د ټکټ د بېرته ورکولو او بدلولو نوې تګلارې پلې کړې څو بې شمېره مسافرين په اسانه توګه د ټکټ پلورونکو ځايونو، اړوندو ويپاڼو او اپليکېشنونو له لارې خپل سفرونه کېنسل يا بدل کړي. د کرونا وبا د مخنيوي او وقايې لپاره اوس د چين د اورګاډو او بسونو په مختلفو لويو ستېسشنونو، تمځايونو او هوايي ډګرونو کې د بدني تودوخې د اتوماتيک چېک ماشينونه او د روغتيا QR کوډ د سکېن کولو سامان الات هم سمبال دي. برسېره پر دې، کارکوونکي په اورګاډو، بسونو او الوتکو کې هم له ټاکلي مهال ويش سره سم هره ورځ څو ځله ميکروب ضد دوا پاشي او مسافرينو ته د بدني تودوخې د معاينه کولو خدمتونه برابروي.

۲۰۲۱ کال کې به د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان پيل شي. چينايان به د پخوا په شان د خپل حکومت تر لارښوونې لاندې خپله اصلي موخه په ياد کې ولري او په خپلو دندو کې به نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې وکړي. دا چې د ښکلي ژوند په اړه د عامو خلکو ډول ډول اړتياوې پوره کړي، له ټولو وطنوالو سره د چين کمونېست ګوند جدي ژمنه ده. د چين حکومت هم څو څو ځله څرګنده کړې، د پرمختګ د نوي حالت په ابادولو سره د مختلفو هېوادونو تود هرکلی هم کوي چې د چيني پرمختګ په دغه چټک اورګاډي کې سپاره وي او ګډ پرمختګ وکړي.

Previous Post

طالبان: د سولې پر وړاندې یوازېنی خنډ د غني حکومت دی

Next Post

اشرف غني:زه د سولې مخالف نه بلکي د سولې قهرمان یم

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
اشرف غني:زه د سولې مخالف نه بلکي د سولې قهرمان یم

اشرف غني:زه د سولې مخالف نه بلکي د سولې قهرمان یم

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مولوي محمد یعقوب مجاهد؛ په مسکو کې د افغانستان سفارت له کارکوونکو سره کتلي

مولوي محمد یعقوب مجاهد؛ په مسکو کې د افغانستان سفارت له کارکوونکو سره کتلي

مې 29, 2026
تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې څلور زره کډوال راستانه شوي

تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې څلور زره کډوال راستانه شوي

دسمبر 22, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved