ایران وايي، د لویدیځ له شپږو پیاوړو قدرتونو سره د دې هېواد د اټومي پروګرام د لانجې د حل لپاره لومړی باید واشنګټن اقدام وکړي نه تهران. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر خپل ټویټر لیکلي، چې د ایران اټومي تړون ته، د راستنېدو په برخه کې لومړی باید متحدایالات چې په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت اقدام وکړي نه ایران. ظریف دا غبرګون وروسته له هغه څرګند کړ چې واشنګټن تهران له دې تړون څخه په سرغړونه تورن کړ او غوښتنه یې وکړه چې خپله پرېکړه بېرته واخلي. د امریکا د بهرنیوچارو نوي وزیر انتوني بلېنکېن په یوه خبري غونډه کې د ولسمشر جو بایډن پر هغې پالیسۍ ټینګار وکړ، چې د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون سره د امریکا له یوځای کېدو مخکې تهران د خپلو اټومي فعالیتونو د محدودولو له لارې پر دې تړون عمل ته رابولي.
































