چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

فاطمیون؛ ایراني پلوه افغاني ملېشې

لیکوال: ضیاءالاسلام شېرانی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 1, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
فاطمیون؛ ایراني پلوه افغاني ملېشې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په ایران کې د فاطمیون پوځي لېوا مسوولینو له ایراني رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سوریې جګړه کې دوه زره افغانان وژل شوي او له اتو زرو څخه زیات یې ټپیان شوي دي. فاطمیون چې خپله جګړه د “سپېڅلو ځایونو د ساتنې جهاد بولي” او په وینا یې پرته له دې چې کومه پوله په پام کې ونیسي، دوی به دا جګړه کوي، هغه لېوا ده چې ډېری جنګیالي یې د افغانستان شیعه مذهبه هزاره وګړي دي او تر دې دمه یې په زرګونه افغانان د سوریې، یمن او عراق جګړو ته د داعش پر ضد روزلي او لېږلي دي.

په ایران کې د دې فعالې وسله‌والې ډلې، یادې خطرناکې چارې د کور دننه په افغانستان کې له لومړي سره ډېر بحثونه راپورته کړي وو؛ خو دې بحثونو له هغې وروسته چې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په تهران کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال د ټولو افغانانو په شمول، د داعش خلاف د ایران په ملاتړ د جنګېدونکو وسله‌والو ستاینه وکړه، لا زور واخیست او په افغانستان کې یې رسمي او غیر رسمي توند غبرګونونه راوپارول.

د محقق دا څرګندونې ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست، د افغانستان ملي شورا او ډېرو سیاستوالو رد کړې او ټینګار یې وکړ چې دا د افغانستان د حکومت او خلکو دریځ نه دی. ډېری افغانان له دې اندېښنه لري چې د ایران له لوري د نورو هېوادونو په نیابتي جګړو کې د افغانانو جنګول به د دې لامل شي چې افغانستان هم په دې اور وسوځي.

فاطمیون څوک دي؟

په ایران کې د واک په ګدۍ ناست اوسني اخوندان ځانونه په نړۍ کې د شیعه مذهبو مسلمانانو د ټولو نظریاتو صادروونکي، مشران او مدافعین ګڼي. ایران په نورو هېوادونو کې د خپلو نیابتي جګړو د مخته وړلو لپاره مختلفې وسله‌والې ډلې جوړې کړې دي، دا ډلې په مجموع کې د “مدافعین حرم” په نوم یادیږي چې یوه یې هم “فاطمیون” یا “لشکر فاطمیون” ده.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

فاطمیون د افغان شیعه مذهبو څخه جوړه شوې پوځي ډله ده چې د ایران سپاه پاسداران له لوري په مستقیمه توګه اکمال او حمایه کیږي. د شته معلوماتو له مخې، یادې پوځي ډلې د “لشکر فاطمیون” په نوم په ۱۳۹۰ لمریز کال کې خپل موجودیت رسمي اعلان کړ، چې بنسټ ایښودونکی یې هم علي رضا توسلي مشهور په ابوحامد، ګڼل کیږي او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې وژل شوی دی.

د فاطمیون لښکر وسله‌وال په افغانستان کې د ایراني اخوندانو په پوره اکمال او خوښه د شوروي اتحاد د ځواکونو او طالبانو پر ضد هم جنګېدلي دي؛ خو اوسمهال په سوریه، عراق، لبنان او یمن کې د شیعه مذهبو په ملاتړ له نورو وسله‌والو ډلو سره پر جګړه بوخت دي.

د دې ډلې لپاره د افغانستان دننه، ایران او سوریه کې مېشت شیعه مذهبي افغانان په ایران کې د اقامې تر لاسه کولو، میاشتني معاش او نورو امکاناتو په بدل کې د “سپاه قدس” له لوري د “فاطمیون لښکر” لپاره جذبیږي. داسې هم ویل کیږي چې په دوی کې یوه برخه د لبنان له حزب‌الله سره بوخت دي او له کابل او نورو ولایتونو هم د جګړو لپاره کسان جذبوي.

فاطمیون افغانستان ته یو ستر ګواښ

فاطمیون یا ایراني پلوه افغاني ملېشې چې د ایران سپاه پاسداران له لوري په نورو هېوادونو کې د دې هېواد په ملاتړ نیابتي جګړو کې جنګول کیږي، پر افغان جګړه او د افغانستان پر وضعیت هم په مستقیمه توګه اغېز لري.

په سوریه کې د واکمن بشارالاسد له لوري د اسلامپالو پاڅونونو ځپل، د دې لامل شول چې د نړۍ د نورو مسلمانانو په ګډون افغانان هم غبرګونونه وښیي. دا غبرګونونه د ټولنیزو رسنیو له لارې پر غندلو او لاریونونو پیل او بالاخره د دې لامل شول چې ځینې افغانان د بشارالاسد پر ‌ضد او ملاتړ د جنګېدو په موخه سوریې ته ولاړ شي.

په عمومي توګه د بشارالاسد پر ملاتړ ډېری افغان شیعه وګړي سوریې ته تللي او د بشارالاسد پر ضد ځینې افغان سُني وګړي هم په جګړو کې بوخت دي. که څه هم په سوریه کې په مجموعي ډول د افغان جنګیاليو شمېر دقیق معلوم نه دی؛ خو د رسنيو د راپورونو پر اساس، د سوريې په جګړه کې د جنګېدونکو افغان شیعه وګړي شمېر زرګونو تنو ته رسیږي چې اکثریت یې د “لشکر فاطمیون” وسله‌والې ډلې تر چتر لاندې فعالیت کوي.

په سوریه او نورو هېوادونو کې د پردیو د ګټو لپاره د افغانانو وینه تویول، له یوې خوا په نیابتي جګړو کې د افغانستان ښکېلتیا په ډاګه کوي چې دا چاره به تر ډېره د افغانستان او عربي نړۍ هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي او له بلې‌خوا د پردیو د ګټو لپاره دا ډول وینه تویونه په ښکاره توګه د افغانستان پر امنیتي وضعیت بد اغیز کولی شي.

په دې تړاو څو ټکي د پام وړ دي

 لومړۍ؛ که چېرې افغان شیعه مذهبي وګړي سوریې او نورو هېوادونو ته په عقیدوي لحاظ د شیعه مذهبو په ملاتړ تللي وي، پرته له شکه په مذهبي لحاظ ستر افراطيان ترې جوړېږي او افغانستان ته د دې ډول کسانو بیا راګرځېدل، له ځان سره دا خطر هم لري چې له افغان سُني مذهبو سره به یې ټکر راځي او همدا ټکر به مذهبي جګړو ته لار هواره کړي.

دویم؛ که چېرې دا کسان د پیسو په خاطر تللي وي، نو بیا یې هم راتګ افغانستان ته ستر سرخوږی دی، ځکه دوی د ټوپک له میله روزي پیدا کولو باندې عادت شوي، ښایې دلته هم همدا ټوپک د روزي پیدا کولو لپاره وکاروي چې پایله به یې تر ډېره د داخلي اختلافاتو او شخړو رامنځته کول وي.

درېیم؛ که ایران یادې ډلې د سوریې د جګړې له پای ته رسېدو بیرته راستنې کړي، منحلېدل خو یې ډېر ناشوني ښکاري؛ خو د افغانستان په ګډون به یې ځینو هغو سیمو ته چې دی له خپل ستر رقیب، سعودي عربستان سره پکې ښکر په ښکر دی، شاید ولیږي. له دې سره نو افغانستان ته د ایراني نظام د ایډیالوژۍ په ملاتړ د یادو ډلو راتګ هم افغانستان ته یو ګواښ کېدای شي.

له دې ټولو ورهاخوا په اوسمهال کې په سوریه، عراق او یمن کې فاطمیون وسله‌وال په مستقیمه توګه له داعش ډلې سره پر جګړه بوخت دي، همدا جګړه د دې لامل شوې چې داعش ډله د افغانستان دننه خپل بریدونه زیات کړي او د ډېری بریدونو موخه یې په افغانستان کې شیعه مذهبي دي.

افغان دولت دې فاطمیون جدي ګواښ وګڼي!

د ایران له لوري د سوریې او نورو هېوادونو جګړو ته د افغانانو د لېږلو په اړه وخت ناوخت نړیوالې او سیمه ییزې رسنۍ رپوټونه خپروي. یادو رپوټونو کې ویل کیږي چې ځینې افغانان د بې وزلۍ او مذهبي دلایلو له امله د ایران واکمن نظام په پلوۍ په مختلفو هېوادونو کې جنګېږي.

په دې اړه د بشري حقونو د څار ډلې هم په خپل خپاره شوي راپور (۱۳۹۶ د میزان نهمه) کې ویلي وو چې د ایران سپاه پاسداران ډله هغه افغان زلمیان چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو کم دي، د سوریې جګړې ته لیږي.

د ایران واکمن نظام له لوري سوریې یا بل هېواد ته د افغان وګړو لیږل یا هم هلته وژل کېدل کومه نوې خبره نه ده، دا چاره له کلونو راهیسي روانه ده او تر دې دمه ښایې زرګونه تنه پټ اوښکاره پکې وژل شوي او ټپیان شوي وي.

افغان حکومت د هر وخت په شان دا ځل هم د سوریې په جګړه کې د دوه زره افغانانو وژل کېدو د خبر خپرېدو په غبرګون کې چې تازه ایراني رسنیو خپور کړی، ویلي: «افغانستان په کور دننه او بهر د نیابتي جګړې مخالف دی او نور باید د افغانانو وینې د پردیو ګټو لپاره تویې نه شي.»

د یادې قضیې په اړه د افغان حکومت دا دول دریځ نه یوازې دا چې د ایران حکومت له لوري د دې چارې د مخنیوي سبب نه شي کېدای، بلکې افغانستان به له سخت ګواښ سره هم مخ کړي.

افغان حکومت باید دا موضوع ډېره جدي ونیسي، له یوې خوا دې پر ایران د ډیپلوماټیکو هلو ځلو له لارې خپل او نړیوال فشار زیات کړي او له بلې خوا دې هڅه وکړي چې هغه کسان تر سختې څارنې لاندې ونیسي چې په ښکاره د فاطمیون له وسله‌والو ملاتړ کوي او داسې ښکاري چې همدا کسان یې په افغانستان کې د جلب او جذب مسوولیت هم پر غاړه لري. که نه یو وخت به افغانستان هم د سوریې پر برخلیک اخته شي او هغه مهال بې یې کابو کول بیا یو ګران کار وي.

Previous Post

امریکا د خپلو ځواکونو د حضور دوام ته لاره جوړوي؟

Next Post

د وړتیاوو پېژندل مو د پرمختګ سبب ګرځي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د وړتیاوو پېژندل مو د پرمختګ سبب ګرځي

د وړتیاوو پېژندل مو د پرمختګ سبب ګرځي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کرونا وبا د کابو کولو لپاره د چين نوي تدابیر نړيوال سفرونه او چين کې د پانګونو جلبول آسانوي

نوومبر 11, 2022
په لوګر کې د کتابونو  یو ورځنی نندارتون جوړ شو

په لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

اکتوبر 26, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved