چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د اروپا پارلمان؛ دندې، جوړښت او صلاحیتونه

ژباړه: امین پاچا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 2, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د اروپا پارلمان؛ دندې، جوړښت او صلاحیتونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د اروپا پارلمان چې په ۱۹۷۹ کال کې تاسیس شوی دی؛ د برېټانیا له وتلو وروسته دا مهال د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو استازي د دغه پارلمان غړیتوب لري. دغه تقنیني ارګان د قانون جوړونې یو رسمي نهاد دی چې له اروپایي ټولنې سره په ګډه د قانون جوړونې او د ځینو مهمو تصامیمو د نیولو په برخه کې کار کوي. دا چې دغه ستر تقنیني ارګان په اروپایي ټولنه کې د ډیموکراسۍ تر ټولو لوی سمبول دی؛ استازي یې په مستقیمه توګه د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو د وګړو له لوري د رایو په اکثریت سره ټاکل کېږي.

د اروپا د کمېسیون مشر او غړي له پارلمان څخه د باور رایه اخلي او پارلمان کولی شي د دوی له کړنو نظارت او همدارنګه د یاد کمېسیون غړي په ټولیزه توګه استیضاح او سلب صلاحیت کړي. د اروپا پارلمان د اروپایي ټولنې د کلنۍ بودیجې په اړه تصمیم نیسي او د بودیجې له لګښت څخه په جدي توګه نظارت کوي. د دغه ستر تقنیني ارګان د غړو شمېر ۷۵۱  تنه دی، خو دا چې ۲۰۲۰ کال برېټانیا له ۴۷ کلونو غړیتوب وروسته له اروپایي ټولنې ووتله، نو د پارلمان د غړو شمېر یې ۷۰۵ تنو ته را ټیټ شو.

دغه پارلمان ته د لارموندلو لپاره تر دې دمه د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو له لوري نهه ځله ټاکنې شوې، چې لومړی ځل ټاکنې یې په ۱۹۷۹ کال کې د هغه مهال د غړو هېوادونو له لوري تر سره شوې دي. وروستی ځل (نهم ځل) ټاکنې یې د تېر ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې په ۲۳مه پیل او ۲۶مه پای ته ورسېدې. د برېټانیا په ګډون د اروپایي ټولنې ۲۸غړو هېوادونو چې د رایې ورکوونکو شمېر یې ۵۱۲ میلیونه ته رسېده، برخه واخیسته چې په ترڅ کې یې ۷۵۱ تنه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یاد پارلمان ته بریالي شول.

غړي هېوادونه

د اروپا د پارلمان غړي د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د وګړو له لوري د ازادو، سراسري او شفافو رایو پر اساس په مستقیمه توګه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي؛ دغه هېوادونه عبارت دي له:

فرانسې، جرمني، اېټالیا، بلجیم، هالېنډ او لوګزامبرګ په ۱۹۸۵ کال کې د اتحادیې غړیتوب تر لاسه کړ؛ برېټانیا (چې اوسمهال له اروپایي ټولنې وتلې)، ډنمارک او آیرلنډ په ۱۹۷۲کال؛ یونان په ۱۹۸۱ کال، پرتګال او اسپانیا په ۱۹۸۶ کال؛ اسټرالیا، فنلېنډ او سویډن په ۱۹۹۵ کال؛ د چېک جمهوریت، قبرص، ایسټونیا، هنګري، لیتویا، لیتوانیا، مالټا او پولېنډ هېوادونو په  ۲۰۰۳ کال؛ بلغاریا او رومانیا په ۲۰۰۷ کال او کروشیا په ۲۰۱۳ کال کې د اروپایي ټولنې چې د اروپا د پارلمان د غړو په ټاکلو کې مهم رول لري، غړیتوب تر لاسه کړی دی.

کلنۍ بودیجه

د اروپا پارلمان له اروپایي ټولنې سره په مشوره خپله کلنۍ بودیجه ترتیبوي. د بودیجې د چمتووالي پروسیجر یې په نورماله توګه د هر کال په فبروري میاشت کې پیلېږي. د اروپا پارلمان د اروپایي ټولنې یو پر پنځمه برخه بودیجه چې ۱.۲ سلنه کېږي، تشکیلوي. د یاد پارلمان بودیجه اکثراً د غړو هېوادونو له لوري په مستقیمه توګه مصرفېږي.

د بودیجې د ترتیب لارې چارې

څرنګه چې یادونه وشوه د اروپا د پارلمان کلنۍ بودیجې د چمتووالي چارې په فبرورۍ میاشت کې پیلېږي. د پارلمان مشر د یوه وړاندیز په ترڅ کې د راتلونکي کال لومړیتوبونه او لګښتونه مشخصوي. ورپسې د اتحادیې مشر او د هغه ۱۴ مرستیالان د لومړني تصویب په موخه د مالي چارو یوه مسلکي کمېټه رامنځته او یاده کمېټه د بودیجې د چمتووالي چارې پر مخ وړي.

د کمېټې له غړو یو تن د بودیجې له بهیر او په دې اړه له اړوندو جلسو څخه د رپوټ د چمتووالي دنده پر غاړه لري؛ دغه راپور د پارلمان کاري لومړیتوبونو ته په کتو چمتو او د پارلمان د کلنيو لګښتونو وړاندوینه کوي. ټاکل شوې کمېټه د بودیجې له بهیر څخه د چمتو شوي راپور په اړوند رای اچونه کوي او ورپسې د اروپا د پارلمان ټول غړي د یوې جلسې په ترڅ کې چې معمولاً د مې میاشتې په اوږدو کې دایرېږي، د بودیجې له بهیر څخه د چمتو شوي راپور په اړه رای اچونه کوي. وروسته یاد راپور چې د پارلمان کلنۍ بودیجه پکې ځای پر ځای شوې، د اروپایي ټولنې له کلنۍ بودیجې سره یو ځای  د یوه بودیجوي سند په توګه د تصویب په موخه د ډسمبر میاشتې په اوږدو کې د یادې ټولنې له لوري تصویب او د اروپا د پارلمان له لوري توشیح کېږي.

اداري جوړښت

رییس؛ د اروپا پارلمان بېلابېلې اداري برخې لري چې د ټولو په رأس کې عمومي رییس قرار لري. رییس د یوې تقنیني دورې د نیمایي مودې په موخه چې دوه نیم کاله کېږي، ټاکل کېږي. د پارلمان مشر د اروپایي ټولنې له ټولو غړو هېوادونو او اتحادیو سره د اړیکو د جوړولو مسوول دی. رییس د پارلمان او نهادونو پر جلسو او کارکړنو سربېره د کورنیو دندو د اصولو پر تطبیق هم د نظارت دنده پر غاړه لري. د اروپایي ټولنې د هرې جلسې په پیل کې د پارلمان رییس، د پارلمان لیدلوری او د اړوندو چارو په برخه کې خپلې اندېښنې په ډاګه کوي.

کله چې اروپایي ټولنه بودیجه تصویب کړي، د پارلمان مشر د بودیجې سند لاسلیک (توشیح) کوي چې له دې وروسته بودیجه عملي ګڼل کېږي. د اروپایي ټولنې او د اروپا د پارلمان مشران ټول هغه قانوني اقدامات چې قانوني مراحل یې طی کړي وي، لاسلیک کوي.

غړي؛ څرنګه چې وړاندې مو هم یادونه کړې وه، د برېټانیا له وتلو وروسته د یاد پارلمان د غړو شمېر ۷۰۵ تنو ته را ټیټ شو او دغه کسان د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د سراسري ټاکنو په ترڅ کې د یوې تقنیني دورې چې پنځه کاله کېږي، ټاکل شوي دي.

د جنسیت په پام کې نیولو سره هر هېواد د خپل نفوس په کچه د دغه پارلمان غړیتوب تر لاسه کوي او شاوخوا یو پر درې برخه یې ښځینه غړې تشکیلوي. د اروپا د پارلمان غړي د غړو هېوادونو له لوري  د سیاسي او مسلکي پوهې پر اساس انتخابېږي، نه د قوم پر اساس.

سیاسي احزاب؛ د اروپا د پارلمان غړي په سیاسي ډلو وېشل شوي دي، دغه ډلې د قوم پر اساس نه، بلکې د سیاسي پیوستون پر اساس رامنځته شوې دي. دا مهال د اروپا په پارلمان کې اووه سیاسي ډلې فعالیت کوي چې عبارت دي له:

  1. د اروپا د خلکو حزب
  2. د سوسیالېستانو او ډیموکراټانو مخکښ حزب
  3. د اروپا نوی حزب
  4. زرغون حزب یا د اروپا خپلواک اتحاد
  5. د پېژندنې او ډیموکراسۍ حزب
  6. د محافظه کارانو او اصلاح غوښتونکو حزب
  7. د چپیانو کنفډرال حزب

د یوې سیاسي ډلې یا حزب د تشکیل په پار ۲۵ غړو ته اړتیا ده او لږ تر لږه یو پر څلور د غړو هېوادونو استازي باید د حزب غړیتوب ولري. هېڅ غړی نشي کولی له یوې سیاسي ډلې پرته په نورو سیاسي ډلو کې هم غړیتوب تر لاسه کړي. ځینې غړي بیا په هېڅ حزب پورې نه دي تړلي چې د خپلواکو او ناپیوسته غړو په نوم یادېږي.

د هر حزب په رأس کې یو تن د رییس په توګه ټاکل کېږي. احزاب دارالانشاوې لري چې اداري چارې پر مخ وړي. د احزابو مشران د غړو سیاسي پیوستون او پوهې ته په کتو د هغوی دفترونه او د ناستې ځایونه مشخصوي.

په عمومي ناستو کې له رای اچونې وړاندې، د سیاسي احزابو غړي د پارلمان د کمېټو هغه راپورونه چې د اړوندې موضوع په اړه یې چمتو کړي، اوري او د اصلاح په پار یې خپل نظریات شریکوي. هېڅوک هېڅ غړی نشي مجبورولی چې د دوی په خوښه خپله رایه وکاروي.

پارلماني کمېټې

د لومړنیو کارونو د ترسراوي په موخه ۲۰ دایمي او تخصصي کمېټې تشکیل شوې چې د پارلمان غړي د یادو کمېټو غړیتوب لري. هره کمېټه له ۲۵ تر ۸۱ کسانو پورې غړي لري چې په رأس کې یې یو تن د رییس په توګه قرار لري او د هرې کمېټې لپاره دارالانشاء رامنځته شوې ده. دغه کمېټې د عمومي اسمبلۍ د ترکیب منعکس کوونکې هم دي.

پارلماني کمېټې د میاشتې یو یا دوه ځله خپلې جلسې (مناظرې) په بروکسل ښار کې دایروي. دغه مناظرې په عامه توګه دایرېږي. کمېټې خپلې قانوني طرحې او ابتکاري راپورونه تنظیم، اصلاح او تصویبوي؛ همدارنګه د شورا او د اروپا د کمېسیون وړاندیزونه څېړي او د اړتیا په صورت کې راپورونه چمتو او عمومي ناستې ته یې وړاندې کوي. پارلمان کولی شي د ځانګړو موضوعاتو د څېړنې په موخه لنډمهاله او فرعي کمېټې رامنځته او یادې کمېټې صلاحیت لري چې د مؤثرې څېړنې په موخه دایمي کمېټې هم تر خپل نظارت لاندې ونیسي.

پارلماني پلاوي

پارلماني پلاوي هم د پارلمان له غړو تشکیل شوي دي چې د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو پرته د نورو هېوادونو له پارلمانونو، سیمې او سازمانونو سره د اړیکو د جوړولو مسوولیت پر غاړه لري. پارلماني پلاوي د پارلمان د کمېټو او غړو په مرسته د اروپایي ټولنې له پولو ور هاخوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ ملاتړ کوي او د اروپا د پارلمان دریځ روښانه کوي.

د منظمې مباحثې او پارلماني ډیپلوماسۍ له لارې، پلاوي په ټوله کې د اروپایي ټولنې لپاره تبلیغ او شریک هېوادونه د اروپایي ټولنې ارزښتونو او ګټو ته د ملاتړ په پار هڅوي. پارلماني پلاوي بېلابېل ډولونه لري چې د بین الپارلماني کمېټو پلاوي، څو اړخیزه پارلماني پلاوي او له هېوادونو او احزابو سره د اړیکو جوړولو پلاوي پکې شامل دي.

سیاسي بنسټونه

د اروپا پارلمان بېلابېل سیاسي بنسټونه لري چې د قانون جوړونې، سوداګریزو پروګرامونو، مالي او ادارې چارو د سازماندهۍ مسوولیت پر غاړه لري. سیاسي بنسټونه د اروپایي ټولنې له نورو بنسټونو، ملي پارلمانونو او د اروپایي ټولنې له هېوادونو پرته، له نورو هېوادونو سره د اړیکو جوړول، د اروپایي ټولنې او د پارلمان د مشر د کنفرانسونو تنظیمول او ورته نورې چارې پر مخ وړي.

پارلماني ګروپونه

سره له دې چې د اروپا پارلمان بېلابېلې ډلې لري، خو هېره دې نه وي چې دغه پارلمان ځینې داخلي پارلماني ګروپونه هم لري چې په غیر رسمي توګه په ځینو ځانګړو موضوعاتو کې دخیل دي. دغه ګروپونه د پارلمان، مدني ټولنو، سیاسي احزابو او کمېټو له غړو څخه تشکیل شوي دي. د پارلمان کورني ګروپونه د دې لپاره چې د پارلماني احزابو او کمېټو په چارو کې مداخله ونه کړي، په ځینو حالاتو کې حتی د پارلمان له موقف څخه دریځ هم نشي غوره کولی.

دغه ګروپونه د پارلمان د کورنیو اصولو، چې د ۱۹۹۹ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۶مه د اروپایي ټولنې او پارلمان د مشرانو له لوري تصویب شوی، تابع دي. د کورنیو اصولو قانون د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۱۱مه تعدیل شوی دی.

د اروپا د پارلمان مشر تېر ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۱مه د یوې تقنیني دورې لپاره د لاندنیو داخلي ګروپونو لیست تصویب کړ، چې په لاندې توګه یې د ځینو مهمو یادونه کوو:

  1. د فساد پر وړاندې د مبارزې ګروپ؛
  2. د قوم پالنې پر وړاندې د مبارزې ګروپ؛
  3. د ماشومانو د حقونو ګروپ؛
  4. د بېوزلۍ پر وړاندې د مبارزې ګروپ؛
  5. د مذهبونو د خپلواکۍ ګروپ؛
  6. د سوداګریزو اتحادیو ګروپ؛
  7. د ژوو د ساتلو د ملاتړ ګروپ؛
  8. د ټولنیز اقتصاد د ودې ګروپ؛

Previous Post

څنګه خپل ځان وپېژنو؟

Next Post

جاپان له افغانستان سره په بشري او پراختیایي برخو کې ۱۲۲ میلیونه ډالر مرسته کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
جاپان له افغانستان سره په بشري او پراختیایي برخو کې ۱۲۲ میلیونه ډالر مرسته کوي

جاپان له افغانستان سره په بشري او پراختیایي برخو کې ۱۲۲ میلیونه ډالر مرسته کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تر ۲۰۰ ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه؛ هېواد ته راستانه شول

تر ۲۰۰ ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه؛ هېواد ته راستانه شول

جون 8, 2024
په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

دسمبر 4, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved