چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

څنګه خپل ځان وپېژنو؟

ژباړه: حامد احمدزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 2, 2021
in روغتیا او ژوند
0
څنګه خپل ځان وپېژنو؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تر اوسه مو دې ته فکر کړی، چې څه ډول خپل ځان وپېژنو او د خپل ځان پېژندنه کوم خوندونه لري؟ د دې لپاره چې خپل ځان وپېژنی، باید لاندې اووه عادتونه چې د خپل ځان په پېژندنه کې مهم رول لري، تر نورو ښه وپېژنئ. د دغو اوو عادتونو پېژندل او پرې عمل کول، له تاسې سره دا مرسته کوي څو خپل هدف ته په اسانۍ سره ځان ورسوی او خوښ ژوند ولری.

د خپل ځان، شخصیت او مزاج پېژندل د ځان پیژندنې په لاره کې لومړی او مهم ګام دی. په دې لیکنه کې چې سقراط هغه د ځان پېژندنې په اړه معرفي کړي دي، درپېژنو، خو پوښتنه دلته ده چې څه وخت پوه شو چې خپل ځان مو پېژندلی دی؟ د دې پوښتنو ځواب په دې لیکنه کې لوستی شی او دې همدې ټکو په عملي کولو سره په خپل ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته کولی شی.

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

۱ـ خوښ اوسېدل

کله چې تاسو د دې توان لرئ چې ځان هغسې وښيئ چې تاسې یې غواړی، هغه ده چې تاسې به د خوشالۍ احساس وکړی. د ځان پیژندل په دې مانا چې د خپلو خوبونو رښتیني کولو پر لور ګام پورته کړئ. هرڅومره چې تاسو خپل ځان ښه وپیژنئ، هومره به مو خوبونه پر حقیقت بدل شي. دا طبیعي ده چې هر انسان پټې او ښکاره غوښتنې لري او هر یو په یو ډول نه یو ډول هغه ته رسېدل غواړي؛ خو دا هیله هغه وخت پر حقیقت بدلېږي، چې موږ تر هرڅه مخکې خپل ځان په ښه ډول وپېژنو، چې موږ  څوک یو؟ څه غواړو؟ چېرې ژوند کوو؟ زموږ اوسني امکانات څه دي او موږ چېرته رسېدل غواړو؟ که مو دا کار وکړ(یانې ځان مو په ښه ډول وپېژانده) باوري اوسئ چې ۹۰ سلنه خپلې موخې ته نږدې شوي یاستی.

۲ ـ داخلي ننګونې

کله چې ستاسو بهرنی عکس العمل ستاسو له احساساتو، ارزښتونو او باورونو سره مطابقت وکړي، نو له کمو ننګونو سره به مخ شی. کوښښ وکړئ چې هغسې خپل ځان جوړ کړئ او هغسې عمل وکړئ څنګه یې چې ستاسې زړه غواړي. که زړه مو یو ډول عمل غواړي او تاسې بیا په ظاهر کې بل څه کوی، حتمي ده چې له خپل درون به سخت ځورېږی او دا ځورېدنه به مو تر ډېر بد حالته ورسوي. کوښښ وکړئ چې د خپلې خوښې مطابق عمل وکړئ.

۳ ـ غوره پرېکړه کول

کله چې تاسو ځان ښه وپیژنئ، نو په ژوند کې به غوره انتخابونه ولرئ، له کوچنيو انتخابونو ان د ژوند د ملګري تر انتخاب پورې.

د ځان په پيژندلو سره به خپل کاري چوکاټ منظم کړی، چې دا له تاسو سره مرسته کوي څو د ژوند مهمې ستونزې حل کړئ. کوښښ وکړئ چې له امکاناتو او حالاتو سره مطابق پرېکړه وکړئ، که نه، ځینې ناسمې پرېکړې به مو ان د ژوند په بیه هم تمامې شي.

۴ـ د خپل ځان کنټرولول

کله چې خپل ځان وپېژنئ، کولی شئ هغه چلندونه وپېژنئ چې تاسو هڅوي او ستاسو ناوړه عادتونه کابو کوي او ښه عادتونه مو لا پياوړي کوي. په حقیقت کې د ځان پېژندل د دې لامل کیږي، څو هغه ارزښتونه او اهداف چې پوهه درکوي، ستاسو اراده لا پیاوړې کړي.

۵ـ له ټولنیزو فشارونو سره مقاومت کول

کله چې په ژوند کې خپل ارزښتونه او لومړیتوبونه وټاکئ، تاسو به له ډېرو کمو ټولنیزو ستونزو سره مخ شی. پوهېږی دا ولې؟؟ دا ځکه چې له بده مرغه زموږ د ټولنې خلک یوازې په نورو پسې خبرو کولو ته وزګار دي او همدا یې له وسه کېږي، که خدای مه کړه بې لومړیتوبه کس درنه جوړ شو چې نه درته شپه مهمه وي او نه هم ورځ، بیا به  د خلکو خولې ته ولوېږی او د خلکو انصاف خو بیا ښه درمالوم دی، چې د باد بڼکه درنه جوړوي. ښه ده چې نه دې خلکو د خندا شی او نه هم په سختو کې ژوند وکړی، دا هرڅه ځان ته انتخابونه ټاکل کولی شي.

۶ـ زغم او د نورو درک کول

د خپل ځان د کمزورتیا او قوت ټکي پېژندل د دې لامل کیږي، چې په اسانه او ښه ډول له نورو سره همدردي وکړی. اورېدلي به مو وي، وايي نه د لوږې هدیرې جوړې شوې او نه هم چا خپل کور چا ته ور په شا کړی او هغه ته یې اچولی چې واخله دا یې ستا! ډېر غریب یې یا ډېر راباندې ګران یې؛ خو ښه کس بیا هغه دی او خوشاله ژوند د هغه چا دی چې د خپل بار تر څنګ، د بل د اوږو بار هم لږ کم کړي. کوښښ وکړئ چې له نورو سره د مهربانۍ او همدردۍ له مخې ژوند وکړئ.

۷ـ د ژوند خوند

او د ځان ښه او پوره پيژندل د دې لامل کیږي چې د خوشالۍ احساس ولرو، له نورو سره ښه چلند وکړو او له خپل ژونده په پوره مانا خوند واخلو. زموږ ټولو لویه هیله دا ده چې بالاخره د هرڅه له تر سره کولو وروسته خوشالي تر لاسه کړو؛ خو ځینې وخت همدې موخې(خوشالۍ ته رسېدل) ته رسېدل مو د ناسمو لارو ښکار کوي، که غواړئ چې خوشاله ژوند وکړی، دا پورته اووه کارونه عملي کړئ.

Previous Post

کابل کې دویمې چاودنې دوه کسان وژلي دي

Next Post

د اروپا پارلمان؛ دندې، جوړښت او صلاحیتونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
د اروپا پارلمان؛ دندې، جوړښت او صلاحیتونه

د اروپا پارلمان؛ دندې، جوړښت او صلاحیتونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین او د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هیوادونو ترمنځ سوداګري تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده

د چین او د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هیوادونو ترمنځ سوداګري تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده

اگست 28, 2025
د اسټراليا صدراعظم:  د چین په ګډون هېڅ هېواد د کرونا ویروس د خپرېدو مسوول نه دی

د اسټراليا صدراعظم: د چین په ګډون هېڅ هېواد د کرونا ویروس د خپرېدو مسوول نه دی

مارچ 22, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved