چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

چسپکي ماینونه؛ د مسوولینو د شرموونکې ماتې انځور

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 3, 2021
in تبصرې
0
اشرف‌غني باید قرباني ورکړي؛ خو مشروطه او تضمین شوې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل ښار کې پرون بیا څلور چاودنې وشوې. دا چاودنې ظاهراً د چسپکي ماینونو وې، چې پکې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رییس دوکتور محمدخان عاطف هم ووژل شو. پرونۍ چاودنې درې پر ملکي او یوه پر دولتي موټرونو شوې دي چې تر لسو زیاتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. هېچا د دغو بریدونو پړه نه ده اخیستې. حکومت دغه ډول بریدونه د طالبانو کار ګڼي او یا وايي چې نورې ډلې د طالبانو په مرسته دا بریدونه کوي، خو طالبان یې ردوي او د دوکتور عاطف وژنه یې د “داخلي استخباراتو” کار ګڼلی دی.

په کابل کې دا بریدونه څوک کوي  او څوک یې نه کوي؛ دا یو بحث؛ خو دغو بریدونو د وېرې او ډار یوه سخته فضا خپره کړې ده. په کابل کې هره ورځ یوه یا څو داسې چاودنې کېږي چې پکې هر ډول خلک په نښه کېږي. له ژورنالېست او مدني فعال نیولې تر سیاستوال، دیني عالم، قومي مشر، دولتي کارکوونکي او بل هر افغان پورې هر څوک پکې په نښه کېږي. اوس هر څوک چې په کابل کې له کوره راوځي او بیا په موټر کې سپریږي، د وېرې احساس کوي. هېڅوک خوندي نه دي او یوازې هغوی د خوندیتوب احساس کوي چې یا له کورونو نه راوځي او یا هم له خلکو لرې په لوړو دولتي څوکیو او خوندي سیمو کې د ګڼو ساتونکو په منځ کې ژوند کوي. دغو وژنو او چاودنو د خلکو پر ورځني ژوند او رواني امنیت ژور اغېز کړی دی. ډېر خلک له دې وېرې کم له کورونو راوځي او ډېر کارونه یې پرېښې دي. د دې تر څنګ له رواني اړخه هم خلک تر ژور  فشار لاندې دي او له سختې ناهیلۍ سره مخ دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

حکومت چې د خلکو د امنیت د ساتلو دنده لري، په شرموونکي ډول د دغو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. زموږ استخباراتي او امنیتي ادارې د دغو چاودنو او وژنو په مخنیوي کې بې وسې دي او خلک پرې باور نه کوي. حکومتي چارواکي هم د دې پر ځای چې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره واقعي او اساسي ګامونه واخلي، یا طالبان ملامتوي او یا هم یوازې د غندنې او خواخوږۍ الفاظ کاروي. لومړی د بریدونو څرنګوالي ته په کتو اوس داسې نه ښکاري چې دا ټول بریدونه به طالبان کوي، خو که رښتیا یې هم طالبان کوي، نو بیا هم د حکومت دنده ده چې د دغو بریدونو مخنیوي وکړي، څو خلک له اوسني ناوړه حالت څخه ووځي.

حکومتي چارواکي باید درک کړي چې دنده یې د نورو ملامتول، غندل او خواخوږي نه ده، بلکې اصلي دنده یې دا ده چې د خلکو سر خوندي کړي او د دغه ډول بریدونو مخه ونیسي. څنګه ممکنه ده چې په پلازمېنه کې دې هره ورځ داسې پېښې وشي، خو زموږ استخباراتي او نور امنیتي ارګانونه دې د دغو بریدونو اصلي عاملین پیدا نه کړي او مخه دې یې ونه نیسي!؟ دا یو برید نه دی، دوه نه دي، درې نه دي، بلکې لسګونه بریدونه دي او خبره سلګونو ته رسېږي، خو بیا یې هم مخه نه نیول کېږي او همغسې روان دي. دا بریدونه او له دې امله را ولاړه شوې وېره یوازې د حکومت او د امنیتي او استخباراتي مسوولینو د ناکامۍ مانا لري او دوی باید یا د دغو بریدونو او وحشتونو مخه ونیسي او یا هم پرېږدي چې بل څوک دا حالت کنټرول کړي.

Previous Post

کرنې ریاست: په خوست کې ۶۸ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Next Post

ژوند له ټولو زیارکښو انسانانو سره مینه لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ژوند له ټولو زیارکښو انسانانو سره مینه لري

ژوند له ټولو زیارکښو انسانانو سره مینه لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

الکوزی: د تورخم لارې بندېدو سوداګر له تاوان سره مخ کړي

الکوزی: د تورخم لارې بندېدو سوداګر له تاوان سره مخ کړي

جنوري 16, 2024
د امریکا سولې انسټیټوټ: واشنګټن باید د افغانستان مالي پانګه ازاده کړي

د امریکا سولې انسټیټوټ: واشنګټن باید د افغانستان مالي پانګه ازاده کړي

جنوري 10, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved