افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ګډې رېل پټلۍ د جوړولو هوکړه لاسلیک کړې ده. دغه هوکړه تېره ورځ د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د یو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال لاسلیک شوې ده. هوکړه له مزار شریف تر کابل بیا پېښور پورې د رېل پټلۍ د جوړولو پر ارزونه شوې ده. د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ددغه هوکړې د لاسلیک پر مهال ویلي چې دغه ډول سترې اقتصادي او ترانیزیتي پروژې ټولې سیمې ته ثبات راوستلی شي او د افغانستان د پرمختګ سبب ګرځي. نوموړي په دې مراسمو کې له ټولو هغو مرسته کوونکو هېوادونو مننه کړې ده چې ددې هوکړې پر بنسټ به په افغانستان کې د رېل پټلۍ د جوړېدو په برخه کې همکاري کوي.
































