پاکستاني پوځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو کسانو او پوځیانو ترمنځ نښته کې شپږو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پوځ په خبرپاڼه کې له ډېرو جزیاتو پرته راغلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي. تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو وړاندې تر دې د ورته بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی دی.
































