په ننګرهار کې د پولیسو پر یوه پوسته موټربم برید درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې پېښه نن سهار د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې شوې ده. ددغه ولایت ځایي چارواکي وایي چې موټربم برید د پولیسو پر یوه پوسته شوی دی چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د امنیتي سرچینې په وینا دغه پوسته د چمتلې په سیمه کې وه. تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم په دې اړه تر دې ډېر جزیات ورکړل شوي دي. د ننګرهار ولایت له څو میاشتې نسبي ارامتیا وروسته اوس یو ځل بیا د نا امنیو شاهد دی خو ځایي امنیتي چارواکي وایي چې دوی د امنیت د تامین او د ترهګریزو پلانونو د شنډولو په لټه کې دي.
































